سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د پولیسو پر حوزه د برید ځاني زیانونه ۷۶ کسانو ته پورته شول

Published

on

د پاکستان رادیو د څرګندونو له مخې؛ د سوات په کبل سیمه کې د دوشنبې پر شپه د ترهګرۍ ضد پولیسو پر مرکز له دوه بمي چاودنو ۱۶ کسان وژل شوي او شپیته نور ټپیان دي.

د سیمه‌ییزو راپورونو له مخې؛ ژوبل کسان د سیدو شریف سوات مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.

چاودنې د پولیسو د حوزې ودانۍ ړنګه کړې ده.

د سوات ټولو لويو هسپتالونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

اړوند پولیسو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې پر مهمات اور لګیدلی؛ خو شونې ده، چې اورلګېدنه د برښنا له شارتۍ رامنځته شوې وي. تر اوسه له بهر څخه د برید شواهد ترلاسه شوي ندي.

د پاکستان پولیس او پوځ په دې دره کې د ترهګرۍ ضد پولیسو حضور او شتون د پام وړ بولي، چې د هر راز بریدونو د مخنیوي وس لري.

سیمه‌ییزو پولیسو ویلي، د چاودنې نور اړخونه تر څېړنې لاندې دي.

ویل کیږي، چې زياتره وژل شوي کسان له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیس او افسران دي؛ خو دغه راز د يوې ښځې او د هغې د ماشوم د وژل کېدل هم منل شوي، چې د چاودنو پر مهال له سیمې تېرېدل.

Trending

Exit mobile version