سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د ګوزڼ واکسين پر مهال دوه کسان ووژل شول
رویټرز راپور ورکړی، چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمه کې برید له هغې دوه ورځې وروسته ترسره شوی، چې پاکستان د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل وروستی ملي کمپاین د تر ګواښ لاندې سیمو ته پیل کړ. په داسې حال کې په ډېرو سیمو کې یې ګواښ له منځه وړل شوی دی.
د پاکستان پولیسو ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ ناڅرګندو وسلهوالو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ګوزڼ یا پولیو پر واکسینکوونکیو ډزې کړي؛ واکسیناتور او ساتونکی پولیس یې وژل شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمه کې برید له هغې دوه ورځې وروسته ترسره شوی، چې پاکستان د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل وروستی ملي کمپاین د تر ګواښ لاندې سیمو ته پیل کړ. په داسې حال کې په ډېرو سیمو کې یې ګواښ له منځه وړل شوی دی.
د دې سیمې د پولیسو افسر وقاص رفیق رویټرز ته ویلي؛ نامعلومه وسلهوالو د باجوړ په اړوند سیمه کې د ګوزڼ واکسین پر کاري ډلې ډزې وکړې. په داسې حال کې، دوی د واکسین کمپاین ته روان ول.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې؛ خو له دې مخکې په سيمه کې اسلامپالو وسلهوالو ډلو د ګوزڼ پر کاري ډلو د ورته بريدونو ادعا کړې، چې د ماشومانو د عقیمولو لپاره يې د لویديځ د دسيسې په توګه د واکسيناسيون کمپاينونه پر دروغو انځور کړي دي.
د لومړي وزیر دفتر ویلي؛ پاکستان د دې اوونۍ په پیل کې خپل وروستی ملي کمپاین پیل کړ، چې هدف یې ۳۰ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکول دي.
په راپور کې راغلي، پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي.
د سیمهییزو پولیسو ټولنې د خپل همکار له وژل کېدو وروسته په باجوړ ولسوالۍ کې د واکسین کمپاین لپاره د پولیسو د اعتصاب او د امنیتي دندو د پرېښودو غوښتنه کړې ده.