تازه خبرونه

په پاکستان کې د یوې افغان ماشومې مړی د ګنو په کرونده کې وموندل شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۲)

پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت د کوز دیر د خزانې په اړوند سیمه کې د یوې کوچنۍ افغان کډوالې مړی د ګنو په پراخه کرونده کې موندل شوی دی.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ لومړني راپورونه ښيي، چې پر دې نجلۍ له مرګ مخکې جنسي تېری شوی دی.
د پولیسو یوه چارواکي ظفر خان ویلي، د دې شپږ کلنې نجلۍ خپلوانو د سې شنبې پر ماښام چارواکو ته د هغې د ورکېدا په اړه خبر ورکړ. دا نجلۍ په داسې حال کې ورکه شوې، چې مور یې د خپلو خپلوانو لیدو ته روانه وه.
دغه نجلۍ د شکايت له ثبتېدا شاوخوا ۱۲ ساعته وروسته د ګنو په کروندو کې مړه وموندل شوه.
د ماشوم تره فقير محمد ويلي؛ د وژل شوې نجلۍ پلار يو عادي کارګر دى، چې ويل کېږي د خپلې لور له ورکېدا خبر نه‌دى.
دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ماشومانو دوه‌یم مړی دی، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې موندل کېږي.
تېره ورځ د دغه ایالت د کرک په اړوند سیمه کې د یوه اته کلن افغان هلک مړی موندل شوی و.
د دغه تنکي ځوان د وژلو لامل تر دې دمه معلوم نه‌دی.
ایکسپریس تریبیون راپور ورکړی، چې چارواکو د افغان ماشومانو د وروستیو مرموزو مړینو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version