سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د یوې چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او ۱۶ نور دي

د دغه پخواني ښار پولیسو رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې دغه ریموټي بم په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و او د دغه ښار د پولیسو قومندانۍ ته څېرمه وچاودید. په ټپیانو کې اووه پولیس هم شته دي.

Published

on

د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی، چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د شنبې پر ورځ ( د وږي درېیمه ) د یوې بمي چاودنې په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د دغه پخواني ښار پولیسو رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې دغه ریموټي بم په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و او د دغه ښار د پولیسو قومندانۍ ته څېرمه وچاودید. په ټپیانو کې اووه پولیس هم شته دي.

ويل شوي، چې د دغې چاودنې ټپيان د پوليسو په ګډون روغتون ته لېږدول شوي دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ یاد شوی دی.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دغه پېښه غندلې او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې او په دې پېښه کې د دغو پوليس او نورو ټپيانو د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

ویل کیږي، چې له څه وخت راپدېخوا د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

Trending

Exit mobile version