نړۍ

په پاکستان کې له یوې ترافیکي پېښې لږ تر لږه ۳۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

پاکستانيو چارواکو ويلي، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

پاکستانيو رسنیو د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ په “شیراني دانه” سیمه کې د یوه بس د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.

دغه مسافر وړونکی بس له ۳۰ مسافرو سره له اسلام آباد څخه کویټې ته روان و.

د پاکستان یوه ځايي چارواکي مهتاب شاه خبریالانو ته ویلي، بس د چټکتیا له کبله اوښتی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، په دې پېښه کې ١٩ کسان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي؛ خو ښايي د قربانیانو شمېر ډېر شي.

د پاکستان د دولتي ټلویزيون د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزير محمد شهباز شريف پر دغې پېښې خواشيني څرګنده او ټپيانو ته يې د بېړنۍ طبي مرستې لارښوونه کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د ټپیانو د درملنې په اړه به له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

د معلوماتو له مخې، د بلوچستان ايالتي وزير عبدالقدوس بزنجو هم پر ژوب روغتون سربېره په ټولو طبي مرکزونو کې د دې پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره بېړنى حالت اعلان کړى دى.

Trending

Exit mobile version