Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې ځانمرګي بریدکوونکي ۲۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله واړوله

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د شنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان د چاه‌ خان په اړوند سیمه کې پر چاودیدونکیو توکو بار موټرسایکل سپاره ځانمرګي برید کوونکي د امنیتي ځواکونو کاروان پر نښه کړ؛ دوه یې ووژل او ۱۹ نور ټپیان دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په ټپیانو کې د درې کسانو  روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دوی وايي، ټپيان د پېښور ګډ پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځايي رسنیو څرګنده کړې، ټوله سيمه کلابنده شوې او د قانون پلي کوونکیو ادارو د بريد په اړه پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه‌ده اخیستې.

سیمه ییز خبرونه

ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله

په می میاشت کې اسرائیلو د ایران د اټومي وسلو تولیدي وړتیا د کمزوري کولو لپاره پر اړوند مرکزونو د برید پلانونه جوړ کړي وه.

Published

on

(Last Updated On: )

نیویارک ټایمز د امریکا د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه نیولې ده.

په می میاشت کې اسرائیلو د ایران د اټومي وسلو تولیدي وړتیا د کمزوري کولو لپاره پر اړوند مرکزونو د برید پلانونه جوړ کړي وه.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا مرسته نه یوازې د ایران د غچ اخیستنې پر وړاندې د اسرائیلو د دفاع لپاره، بلکې د برید د بریالیتوب ډاډمنولو لپاره هم اړینه ده.

له میاشتو – میاشتو داخلي بحثونو وروسته ټرمپ پرېکړه وکړه، چې د پوځي اقدام ملاتړ کولو پرځای له ایران سره خبرې اترې وکړي.

امریکا او ایران تېره شنبه په عمان کې خبرې اترې پیل کړې. دواړو هېوادونو خبرې اترې “مثبتې” او “رغنده” ګڼلي دي.

د خبرو اترو دوه‌یم پړاو د شنبې پر ورځ ټاکل شوی او راپورونه ښيي، چې دا ناسته به احتمالاً د ایټالیا په پلازمېنه کې ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د بل اړخ په اړه ډېر خوش‌بین نه‌یم – آیت‌الله خامنه‌یي

هغه زیاته کړې: “د عمان خبرې اترې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونو دندو څخه یوه ده. راځئ، چې د هېواد مسلې په خبرو اترو پورې ونه تړو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران ستر مشر آیت‌الله خامنه‌یي په عمان کې له امریکا سره د تهران د خبرو اترو په اړه ویلي، چې خبرې اترې ممکن پایلې ته ورسیږي یا نه؛ مونږ دې خبرو اترو ته نه ډېر خوش‌بین یوو او نه هم ډېر بدبین. البته مونږ د بل اړخ په اړه ډېر بدبین یوو؛ خو د خپلو وړتیاوو په اړه خوش‌بین یوو.

هغه زیاته کړې: “د عمان خبرې اترې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونو دندو څخه یوه ده. راځئ، چې د هېواد مسلې په خبرو اترو پورې ونه تړو.”

آیت‌الله خامنه‌یي له  حکومتي او پارلماني غړو، د قضايي قوې لوړ پوړو چارواکو او ځینو بنسټونو استازو سره په یوه غونډه کې زیاته کړه: “هغه تېروتنه، چې مو په اټومي JCPOA  تړون کې کړې وه باید دلته تکرار نشي.” د اټومي تړون پر مهال مونږ هېواد مشروط کړ او هرڅه مو د خبرو اترو له پرمختګ تړلي تړلي کړل. “پانګه اچوونکي هغه وخت پانګونه نه کوي، چې وویني هېواد د خبرو اترو تابع دی.”

د ایران رهبر د هېواد په ټولو صنعتي، اقتصادي، ودانیزو، کلتوري برخو او د لویو پروژو پلي کولو کې د فعالیتونو پر دوام له ټینګار سره ویلي، چې له دې مسلو څخه هیڅ یو د عمان له خبرو اترو سره هیڅ تړاو نلري.

د ایران رهبر له دې مخکې ویلي وه، چې له امریکا سره خبرې اترې “هوښیارانه، عاقلانه اوشرافتمندانه” ندي او د ایران هیڅ ستونزه به حل نه‌کړي.

د خبرو اترو لومړی پړاو په عمان کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د ټرمپ د استازي ترمنځ ترسره شو او ټاکل شوې، چې د خبرو دوه‌یم پړاو راتلونکې شنبه ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل

محمد صادق په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې، چې دوشنبه( د وري پېنځه‌ویشتمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو پر جیوپولیتیک وضعیت، مخ پر زیاتېدونکي امنیتي اندېښنو او په ځانګړې توګه افغانستان ته پاملرنه بحث وشو.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي په اسلام‌آباد کې له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره ولیدل.

محمد صادق په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې، چې دوشنبه( د وري پېنځه‌ویشتمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو پر جیوپولیتیک وضعیت، مخ پر زیاتېدونکي امنیتي اندېښنو او په ځانګړې توګه افغانستان ته پاملرنه بحث وشو.

هغه زیاته کړې: “مونږ د سیمې پر وړاندې د مهمو ننګونو په اړه هم نظرونه تبادله کړل او له هغوی سره د ګډې مقابلې لپاره مو په ګډه ژمنه ټینګار وکړ. د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا له سیمه‌ییز ثبات او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړینه ده. مونږ د یوې سوله‌ییزې او سوکاله سیمې لپاره د خپلو همکاریو دوام ته سترګې پر لاره یوو.”

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازي محمد صادق تېره اوونۍ په اسلام‌آباد کې د “د خیبر پښتونخوا د امنیتي او حاکمیتي ننګونو جامع ارزونه” سیمینار ته د وینا پر مهال د افغانستان اسلامي امارت ته ګواښ وکړ، چې که د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام ونکړي؛ نو د دواړو خواوو ترمنځ تړونونه به لغوه شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!