سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ځانمرګي بریدکوونکي ۲۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله واړوله
(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)
د شنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان د چاه خان په اړوند سیمه کې پر چاودیدونکیو توکو بار موټرسایکل سپاره ځانمرګي برید کوونکي د امنیتي ځواکونو کاروان پر نښه کړ؛ دوه یې ووژل او ۱۹ نور ټپیان دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په ټپیانو کې د درې کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
دوی وايي، ټپيان د پېښور ګډ پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځايي رسنیو څرګنده کړې، ټوله سيمه کلابنده شوې او د قانون پلي کوونکیو ادارو د بريد په اړه پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نهده اخیستې.