تازه خبرونه
په پاکستان کې ځانمرګي د ۵ چینايي انجینرانو په ګډون ۶ کسان ووژل
(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)
د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي بخت ظاهر نومي ویلي، چې دغه ځانمرګی برید د سې شنبې پر ورځ د وري اوومه د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې د چینايي کارکوونکیو پر موټر شوی، چې په کې د یوه پاکستاني په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې یوه چینايي ښځه هم شته.
پولیسو ویلي، چې دغو چینایانو د برښنا په یوه بند کې کار کاوه او د خپل کار اوري ته روان ول.
پولیس وايي، له چاودنې وروسته د ژغورنې او مرستې عملیات پیل شوي او د پېښې په اړه لټون روان دی.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په پاکستان کې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان، داعش او بلوڅ بېلتون غوښتونکي بریدونه کوي.
تېره ورځ په بلوچستان ایالت کې پر یوه حکومتي تاسیساتو برید شوی، چې پړه یې د بلوچستان ازادي غوښتونکې اردو (BLA) په منلې وه.