تازه خبرونه

په پروان او کاپیسا کې سیلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي

Published

on

په پروان ولایت کې اورښتونو اوسیلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

د دولت په چارو کې د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزیر غلام بهاوالدین جیلاني ویلي، چې د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې نن له غرمې وروسته دوه بجې سخت سیلابونه راوتلي.

د پروان ولایت مرکزي روغتون مشرمحمد قاسم سنګین آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې پېښه کې تر دې دمه د مړو شمېر ۴۹ کسانو ته رسیدلی له ۹۰ ډېر نور ټپیان دي.

وزیر جیلاني زیاته کړې، چې په پېښه کې د استوګنې ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او یو شمېر اوس هم تر خاورو لاندې دي.

ځایي سرچینې په ډاګه کړې، چې یو شمېر خلک تر خاورو لاندې دي، لسګونه موتر ویجاړ شوي او یو شمېر څاروي هم له منځه تلي دي.

چارواکو ویلي، چې د بند پاتې کسانو د ژغورلو لپاره د ژغورنې هڅې روانې ساتل شوي دي.

د سیلاب ځپلو سیمو اوسیدونکي وایي، چې خلک بېړنیو مرستو او لومړنیو توکو ته اړتیا لري.

دغه راز ولسمشر اشرف غني د دولت په چارو کې د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت  او نورو اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې، چې له زیامنو او ټپيانو بېړنۍ مرستې تر سره کړي.

په همدې حال کې د کاپیسا ولایت ځایي چارواکو هم په مرکز او کوهدامن ولسوالۍ کې د سیلابونو له راوتلو خبر ورکړی، چې لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي او یو شمېر څاروي په کې له منځه تلي دي.

Trending

Exit mobile version