تازه خبرونه

په پروان ولایت کې بیا د وارداتي برښنا ستن ویجاړه شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۳۹۹)

د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د وارداتي برښنا یوه ستنه د ناڅرګندو کسانو لخوا د چاودیدونکیو توکو پر چاودنه ویجاړه شوې ده.

د پروان والي ویاند وحید شهکار ویلي، چې نن د سهار شاوخوا ۴ بجې ناڅرګندو وسلوالو د چاريکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د وارداتي برښنا ستن د چاودیدونکیو توکو پر چاودنه ویجاړه شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې پېښه له ماین چاودنې رامنځته شوې او پولیسو یې په تړاو دوه کسان نیولي دي.

د اړوند معلوماتو له مخې؛ یاده ستنه بشپړه ویجاړه شوې نده او د بیارغونې کار یې پیل شوی دی.

د بېخبنایي سرچینو لکه برښنا، پلونو، سړکونو او نورو عامه تاسیسات د ویجاړولو لړۍ له پخوا څخه راروانه ساتل شوې ده.

په دې وروستیو میاشتو کې د وارداتي برښنا ستنې او مزي د ناڅرګندو کسانو لخوا پر نښه شوي، چې میلیونونه افغانۍ زیانونه یې  خلکو او حکومت ته اړولي دي.

سربیره پردې د انرژۍ او برښنا پر تخنیکي کارمندانو هم چاودنې شوي، چې تازه هغه یې د برښنا شرکت پر تجارتي مرستیال چاودنه ده، چې د دې شرکت ۸ کارمندان یې ټپیان کړل.

Trending

Exit mobile version