تازه خبرونه
په پروان ولایت کې د سیلاب ځپلیو ځاني زیان له ۲۵۰ اوښتی
د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې سیلابونو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان مړه کړي او له ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي، چې ژغورونکي اوس هم تر نړیدلیو کورونو لاندې د خلکو د ژغورنې هڅې کوي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د ژغورنې عملیات ښایي څو ورځې روان وساتل شي، ځکه ډېرې سیمې اوس هم لټول شوې ندي.
پدې پېښه کې ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
یو شمېر سیلاب ځپلي د خپلوانو کورونو ته کډه شوي او یو شمېر نور بیا د پروان په ښوونځیو کې جوړو شويو لنډمهاله سرپناوو ته لیږدول شوي دي.
د قربانیانو لپاره د مرستو کڅوړې هم رسیدلي او افغان ځواکونه یې پر وېش لګیا دي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد د سیلاب ځپلیو سره د همکارۍ لپاره پروان ولایت ته سفر کړی او د سیمې اوسیدونکیو ته یې ډاډ ورکړی، چې ملي اردو به هیڅ راز مرسته ترې ونه سپموي.
د یادونې ده، چې اړوند چارواکو له زیانمنو سره د ۱۵ میلیون افغانیو پر ارزښت بېړنۍ مرسته ځانګړې کړې ده.
