تازه خبرونه

په پروان ولایت کې يو سړي خپله میرمن پر چاړه وژلې

Published

on

د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت د شینواري ولسوالۍ په اړوند سیمه یو سړي خپله ښځه د چړې پر ګوزارونو وژلې ده.

د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ ولسوال اکوګل محمدي آریانا نیوز ته منلې، چې تېره شپه ۱۰ بجې یوه ځوانه میرمن د خپل خاوند لخوا د چړې پر وهلو وژل شوې ده.

محمدي زیاته کړې، چې پولیسو تورن کس نیولی دی.

تر دې دمه د وژنې لامل په ډاګه شوی ندی؛ خو د اړوند سیمې ولسوال محمدي ویلي، چې تورن کس رواني ناروغ دی.

Trending

Exit mobile version