تازه خبرونه
په پروان ولایت کې چارواکو د کرونا ویروس بودجه بې ځایه لګولې
آریانا نیوز یوشمېر سندونه تر لاسه کړي، چې ښیي په پروان ولایت کې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې پیسې د څه باندې یو میلیون افغانیو پر توپیر بې ځایه لګول شوي دي.
د کورونا وېروس سراسري توب او له دې وېروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شویو پیسو حیف و میل
هغه سندونه، چې آریانا نیوز ته رسېدلي ښیي، چې په پروان ولایت کې د کروناویروس پر وړاندې د مبارزې کمېټې د کورونا د لومړۍ څپې پر ضد د مقابلې لپاره نهه ډوله توکي او روغتیایي وسایل پېرلي، چې تفاوت یې سلګونه زره افغانۍ کیږي.
د کلورین پوډر یو کیلو پر څلور سوه پېنځه افغانیو پېرل شوي؛ په داسې حال کې، چې درې نیم سوه افغانۍ دي. د دوه زره ۳۸۰ قوطیو دستکشو په پېرودلو کې څلور سوه ۳۳ زره او ۱۶۰ افغانۍ توپیر لیدل کیږي. د محافظتي جامو په پېرودلو کې هم درې سوه اووه زره او ۶۹۲ افغانۍ توپیر ولیدل شو.
د لاس وینځلو د مایع په پېرودلو کې هم دوه برابره ډېروالی شته. د چپرکټ، د ویټامین ډي امپولو، پلاستیکي موزو، د بدن د حرارت معلومولو او طبي ماسکونو په پېر کې هم لوړ توپیر لیدل کیږي، ټول توپیر یو میلیون او ۱۳۷زره او څلور نوي افغانۍ شوی دی.
د هېواد د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي منلې، چې د پروان د اوسني والي په ګډون څو کسان د څېړنو لپاره ورپېژندل شوي دي.
د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره والیانو ته واک ورکړشوی، چې تر پېنځه میلیون افغانیو پورې د توکو د پرچون پېر منظوري ورکړي؛ خو د پروان اوسني والي د درې قلمه توکو د پېر لپاره د څه باندې اته میلیون افغانیو د پېرلو منظوري ورکړې او د خوراکي توکو په پېر کې هم تفاوت لیدل کیږي. یو من لوبیا پر نهه نیم سوه افغانۍ پېرل شوي. په داسې حال کې، چې بازار کې اته سوه څلویښت افغانۍ دي.
د ۱۰۰۰ منه لوبیاوو په پېر کې یو سل او لس زره افغانۍ توپیر لیدل کیږي. تر څنګ یې د اوړو په پېر کې څلور سوه زره افغانۍ، د اوبلنو غوړیو په پېر کې ۱۴۰ زره افغانۍ توپیر لیدل شوی دی.
د پروان والي فضل الدین عیار د دغو سندونو له ردولو سره څرګندوي، چې چمتو دی عدلي او قضایي بنسټونو ته ځواب ورکړي.
له کروناویروس سره د مبارزې په بودجه کې د فساد پر تور د پروان اوسنی والي، د عامې روغتیا ریاست مشر، د فارمسي مسوول، د تدارکاتو او چمتوکولو مدیر، د مستوفیت د حواله جاتو مدیر، د ولایتي روغتون سرپرست او څو نور کسان لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
