تازه خبرونه

په پروان کې د ا.ا ځواکونو د داعش پر پټنځي برید کړی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت په ډاګه کړې، چې ځواکونو یې په پروان ولایت کې د داعش پر یوه پټنځي برید کړی؛ یو شمېر جنګیالي یې وژلي او نیولي هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د اسلامي امارت واک ته له سرېدو ورسته؛ داعش خپل بریدونه ډېر کړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي اسوشیټیډ پریس ته منلې، چې د دوی ځواکونو پرون (جمعه  د تلې ۹ / د اوکتوبر لومړۍ) د دغه ولایت په چاریکار ښار کې د داعش پر پټنځای برید وکړ؛ خو د برید په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

کریمي زیاته کړې؛ برید د سړک غاړې ماین چاودنې په تړاو د داعش د دوه غړیو له نیول کیدو وروسته پیل شوی چې په کې د اسلامي امارت څلور غړي ټپیان دي.

کریمي ويلي، چې د داعش ډلې د دغو غړیو په اړه پلټنې روانې دي.

د یادونې ده، چې واک ته له رسېدو وروسته داعش په ټول افغانستان کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر څو موټرو ماین چاودنې وکړې او په ځانګړي توګه یې په ننګرهار ولایت کې یو شمېر کسانو ته مړګ و ژوبله اړولې ده.

Trending

Exit mobile version