تازه خبرونه

په پغمان ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو ۴ غړي ونیول شول

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۴, ۱۴۰۰)

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د سې شنبې پر شپه (د تلې ۱۳) د اسلامي امارت ځواکونو د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د داعش پر ځاله عملیات ترسره کړي دي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې، چې د اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو ترسره کړي د داعش ډلې څلور غړي یې نیولي دي.

دغه عمليات د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په پشه یي سیمه کې ترسره شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته یو شمېر وسلې، اسناد او پوځي تجهیزات ورغلي هم دي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت تېره اوونۍ هم د کابل په ۱۷ ناحیه کې د داعش پر یوه مرکز ویجاړوونکي عملیات تر سره کړي وه.

Trending

Exit mobile version