تازه خبرونه
په پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره زمرد قانوني استخراج او وپلورل شول

د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره ۱۲۴۴ قیراط زمرد پر قانوني بڼه د داوطلبۍ له لارې پر ۲۴ میلیون او ۵۶۹ افغانیو وپلورل شول.
د پنجشېر والي د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې مزایده کې د پنجشېر او نورو ولایتونو ۱۵۰ سوداګرو برخه اخیستې وه.
د پنجشېر والي محمد اغا حکيم ويلي؛ دا لومړى ځل دى، چې د دې ولایت زمرد په قانوني او رڼه بڼه له فساد پرته استخراج او پلورل کېږي.
محمد اغا حکيم زیاته کړې؛ پخوا د پنجشېر زمرد د سيمې په نورو هېوادونو کې د خپلسرو کېدنو له مخې پلورل کېدل. دا ځل توپیر کوي او ډبرو په داوطلبۍ کې ښه بیه ترلاسه کړ.
د ګران بیو ډبرو پلورونکیو، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون کړی و؛ له اړوند بهیره رضایت وښود او څرګندوي؛ دوی هیله لري، چې په راتلونکي کې هم دا بهیر روڼ ترسره شي.
د زمرد یوه کارو باري محمد نعیم نومي ویلي؛ له دې مخکې زمونږ کار و بار د قاچاق ته ورته و، زمرد به مو په نورو هېوادونو کې پر ټيټه بيه پلورل کېدل او تېر حکومت په دې برخه کې د خپلو خلکو لپاره ښه نيت نهدرلود. فساد، ځورونې او نورو معاملو مونږ ته ستونزې جوړې کړې وې.
تازه خبرونه
امریکا دې د افغانانو ۷ چورلکې راوسپاري – ملي د دفاع وزارت
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: ” اسلامي امارت په دې اړه اندېښمن دی؛ ځکه دا چورلکې د افغانستان دي او د پخواني نظام د چارواکو د تېښتې پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې، نو باید بېرته افغانستان ته راوسپارل شي.”

له ازبکستان څخه امریکا ته د پخواني افغان پوځ د ۷ چورلکو د سپارلو په غبرګون کې ملي دفاع وزارت له امریکا وغوښتل، چې نه یوازې دې افغانستان ته د ټولو چورلکو په بېرته راستنولو کې رامنځته شوي خنډونه لرې کړي، بلکې هغه دې افغانانو ته راوسپاري.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: " اسلامي امارت په دې اړه اندېښمن دی؛ ځکه دا چورلکې د افغانستان دي او د پخواني نظام د چارواکو د تېښتې پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې، نو باید بېرته افغانستان ته راوسپارل شي."
د خبرپاڼې له مخې: "دا زمونږ لپاره د منلو وړ نده، چې دا چورلکې په کوم دلیل امریکا ته لېږدول کیږي؛ ځکه، چې د افغانستان خلک حق لري له خپلو حقونو دفاع وکړي، ویې غواړي او دغه راز ګاونډ هېوادونه هم باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي."
تازه خبرونه
زمونږ هیڅ سیسټم هک شوی ندی – د مخابراتو وزارت
د مخابراتو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي اسناد اکثره پر ټولیزه توګه د لاسرسي وړ دي او ډېری یې د تېرو کلونو پورې اړه لري او پرلهپسې راټول شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت ټول سیسټمونه خوندي دي او هیڅ سیسټم مو هک شوی ندی.
د مخابراتو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي اسناد اکثره پر ټولیزه توګه د لاسرسي وړ دي او ډېری یې د تېرو کلونو پورې اړه لري او پرلهپسې راټول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا اسناد د عامه افکارو د مغشوشولو لپاره خپاره شوي، چې وښیي؛ حکومتي سیسټمونه هک شوي دي.
د مخابراتو وزارت څرګنده کړې؛ د دې افشا شویو اسنادو ډېره برخه له هغو سکټورونو سره تړاو لري، چې تر دې دمه کوم ځانګړی سیسټم نلري.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې وزارت اړوند سیسټمونه د تخنیکي او مسلکي کارمندانو لخوا ډاډمن او د نورو له لاسوهنې خوندي دي او د هک کېدو اوازې یې دروغ دي.
د مخابراتو وزارت زیاته کړې، چې د ملي معلوماتو مرکز (ډیټا سنټر) او نور آرشیف شوي سیسټمونه په بشپړ ډول خوندي دي او دا مهال د سایبري بریدونو پر وړاندې په یوه باوري چاپېریال کې ساتل کیږي.
ویل کیږي، چې افشا شوي معلومات ممکن په تدریجي ډول له هغو انفرادي کمپیوټررونو څخه ترلاسه شوي وي، چې امنیتي تدابیر نلري.
تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه په دوشنبه کې ترسره شوه

د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي بدلونونو، امنیتي ګواښونو او د بشري حقونو اندېښنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه په دوشنبه کې ترسره شوه
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "ګډونوالو د ۲۰۲۴ کال د فبروري له وروستۍ غونډې راپدېخوا په افغانستان کې د ټولنیزو- اقتصادي او سیاسي پرمختګونو په اړه بحث وکړ او همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره د چلند په اړه بحث وشو. ګډونوالو د بشري حقونو پر وضعیت، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو په اړه او امنیتي ګواښونو هم راوڅرخېدل."
د غونډې په څنډه کې د اروپايي او آسیایي ګډونوالو ترمنځ بېلابېلې ناستې هم ترسره شوې.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په ازبکستان کې د سویس له سفیر سره وکتل.
په دې غونډه کې د اوبو د سرچینو د معقولې کارونې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو په اړه بحث وشو.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شوی. دا، چې افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی؛ نو په سیمه کې د دایمي ثبات لپاره د پراختیا په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د منځنۍ آسیا هېوادونو پخوا له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په ځانګړي توګه تاجکستان د ګډ امنیتي تړون ټولنې له غړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره د پولې امنیت پیاوړی کړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
واشنګټن به غزه ونیسي او مالکیت به یې تر لاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسماعیلیه شیعه ګانو رهبر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو پر عمر مړ شو
-
تازه خبرونه5 days ago
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه وغږېدل
-
لوبی4 days ago
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو
-
تازه خبرونه3 days ago
ایران د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
ټرمپ د غزې په نیولو کې د افغانستان درس هېر کړ ـ د ترکیې د پارلمان رییس
-
روغتيا4 days ago
د امریکا د مرستو ځنډېدا به په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړي
-
تازه خبرونه3 days ago
ملګرو ملتونو له اسلامآباد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړه