تازه خبرونه
په پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره زمرد قانوني استخراج او وپلورل شول
د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره ۱۲۴۴ قیراط زمرد پر قانوني بڼه د داوطلبۍ له لارې پر ۲۴ میلیون او ۵۶۹ افغانیو وپلورل شول.
د پنجشېر والي د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې مزایده کې د پنجشېر او نورو ولایتونو ۱۵۰ سوداګرو برخه اخیستې وه.
د پنجشېر والي محمد اغا حکيم ويلي؛ دا لومړى ځل دى، چې د دې ولایت زمرد په قانوني او رڼه بڼه له فساد پرته استخراج او پلورل کېږي.
محمد اغا حکيم زیاته کړې؛ پخوا د پنجشېر زمرد د سيمې په نورو هېوادونو کې د خپلسرو کېدنو له مخې پلورل کېدل. دا ځل توپیر کوي او ډبرو په داوطلبۍ کې ښه بیه ترلاسه کړ.
د ګران بیو ډبرو پلورونکیو، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون کړی و؛ له اړوند بهیره رضایت وښود او څرګندوي؛ دوی هیله لري، چې په راتلونکي کې هم دا بهیر روڼ ترسره شي.
د زمرد یوه کارو باري محمد نعیم نومي ویلي؛ له دې مخکې زمونږ کار و بار د قاچاق ته ورته و، زمرد به مو په نورو هېوادونو کې پر ټيټه بيه پلورل کېدل او تېر حکومت په دې برخه کې د خپلو خلکو لپاره ښه نيت نهدرلود. فساد، ځورونې او نورو معاملو مونږ ته ستونزې جوړې کړې وې.
