سوداگري
په پنجشېر کې ۲۱۳۳ قیرطه زمرد د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول
د پنجشېر ولایتي مقام د رسنیو دفتر ویلي؛ په دې ولایت کې ۲ زره ۱۳۳ قیرطه زمرد پر ۵۶۶۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر والي ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ په دې داوطلبۍ کې له ۱۰۰ ډېرو سوداګرو برخه اخیستې وه، چې یاده کچه زمرد په کې پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.
سیف الدين لټون وایي: « په دې بولۍ کې ځوانو پنجشيري سوداکرو ګډون کړی و، چې خلک يې د دې ولایت راتلونکي وټهییز( اقتصادي ) حالت لپاره ګټور ګڼي.
د پنجشېر خلک د زمردو په کانونو کې کار کولو ته خوښ دي او له ولایتي ادارې څخه په دې ولایت کې د ۳۰ کیلومټره اوسپنې پر کشف شوي کان هم د کار پیلولو غوښتنه کوي.
د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په دې اړه ويلې:« د دې ولایت ځوانانو ته د کار پیداکولو لپاره د یاد کان سروې بشپړه شوې او د داوطلبۍ په پړاو کې دی، چې له پرانستو سره به يې زرونو ځوانانو ته کار پیدا او وټهییزو فعالیتونو ته به ورسره زمینه برابره شي.»
ویل کیږي، چې د دې ولایت په ټولو کانونو کې سیمهییزو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
سوداگري
د افغانستان برښنا شرکت له یوه خصوصي شرکت سره د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید تړون لاسلیک کړ
دغه مراسم د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوندزاده په شتون کې ترسره شول.
نن چارشنبه( د سلواغې دوهویشتمه ) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د افغانستان برښنا شرکت او د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید د عملي کار د پیل لپاره د ۵ مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
دغه مراسم د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوندزاده په شتون کې ترسره شول.
د تړونونو له مخې، د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت به د کابل ولایت د نغلو په سیمه کې ۱۰۰ میګاواټه لمریزه برښنا، د پروان ولایت د باریکآب په سیمه کې ۱۰۰ میګاواټه لمریزه برښنا او په غزني ولایت کې ۱۳۰ میګاواټه لمریزه برښنا تولید کړي. دغه راز به په تخار ولایت کې ۱۶۵ میګاواټه د سکرو برښنا او په بغلان ولایت کې ۳۵۰ میګاواټه د سکرو برښنا تولید شي.
په دغو پروژو کې شاوخوا ۴۶۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي.
د لمریزې برښنا پروژې به په دوه کلونو کې او د سکرو برښنا پروژې به په درې کلونو کې بشپړې شي. دا طرحې د انرژۍ په برخه کې د لس زره میګاواټه ستر پروګرام برخه ده، چې موخه یې د کورني تولید پیاوړتیا او د برښنا د وارداتو کمول دي.
د تړونونو له لاسلیک وروسته د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ له عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ډلې سره وکتل.
ملا عبدالغني برادر د دغو ۵ پروژو عملي پیل د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله او له شویو پانګونو یې هرکلی وکړ.
میرویس عزیزي هم د اقتصادي مرستیالۍ او اړوند ادارو له بشپړې همکارۍ مننه وکړه او څرګندوي، چې د مسوولانو پر ملاتړ د پروژو د پلي کېدا بهیر بې له ستونزې پر مخ تللی دی.
هغه زیاته کړې؛ د روان کال تر پایه به د برښنا د تولید له ۱۵ څخه تر ۲۰ نورې پروژې هم پیل کړي، چې ټولیز ظرفیت به یې ۵۰۰۰ میګاواټه ته ورسېږي.
عزیزي همداراز په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار له پرمختګ هم خبر ورکړ او وایي، چې هرات ولایت ته ګاز ورسېږي، د کانونو او پټرولیم له وزارت سره پر همغږۍ به د ګازو د لویو شبکو د جوړولو او د ۳۰۰۰ میګاواټه ظرفیت لرونکي د ګاز پر بنسټ د برښنا د فابریکې د جوړولو چارې پیل شي.
هغه د طبیعي ګاز او سکرو د اکتشاف او استخراج او له دغو سرچینو د برښنا د تولید په برخه کې د ګډې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
ویل کیږي، چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال او اړوند ادارو مسوولانو په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
سوداگري
ازبکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ د امکانسنجۍ هوکړهلیک تصویب کړ
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یوه فرمان له لاسلیکولو سره د دې پروژې په لومړنیو ګډو چارو کې د خپل هېواد رسمي ګډون تأیید کړی دی.
ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د افغانټرانس اوسپنېپټلۍ د «نایبآباد–خرلاچي» برخې د امکانسنجۍ د مطالعاتو د چمتو کولو لپاره نړیوال هوکړهلیک تصویب کړی دی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یوه فرمان له لاسلیکولو سره د دې پروژې په لومړنیو ګډو چارو کې د خپل هېواد رسمي ګډون تأیید کړی دی.
دا هوکړهلیک د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت، د افغانستان ټولګټو چارو وزارت او د پاکستان د اوسپنېپټلۍ وزارت ترمنځ د همکارۍ چوکاټ ټاکي او د یوې نوې اوسپنېپټلۍ د امکانسنجۍ پر مطالعاتو راڅرخیږي، چې د افغانترانس اوسپنېپټلۍ د سترې پروژې برخه ګڼل کېږي.
د دغې سپارښتنې له مخې؛ د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د هوکړهلیک د پلي کېدا مسوول بنسټ ټاکل شوی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د اړینو کورنیو پړاوونو د بشپړېدا په اړه افغان او پاکستاني لورو ته خبر ورکړي.
دا هوکړه د درېاړخیزې همکارۍ پر سند ولاړه ده، چې د ۲۰۲۵ ز.کال د جولای پر اووهلسمه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ترمذ– خرلاچي» ریلي دهلیز د مطالعې لپاره لاسلیک شوې وه. د دې اوسپنېپټلۍ وړاندیز شوې لار له ترمذ، نایبآباد، میدانښار، لوګر او خرلاچي څخه تېرېږي او د افغانستان له لارې مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره نښلوي.
د دې پروژې د امکانسنجۍ مطالعات به د نړیوالو ټرانسپورټي دهلیزونو د سټراټیژیکې پراختیا د درېاړخیز دفتر له لوري، چې د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ تر ادارې لاندې فعالیت کوي؛ ترسره شي.
دغه دفتر پر ۲۰۲۳ ز.کال په تاشکند کې جوړ شوی او په کابل او اسلامآباد کې هم استازولۍ لري.
د افغانټرانس اوسپنېپټلۍ پروژه لومړی ځل په ۲۰۱۸ ز.کال کې وړاندیز شوې ده.
وروستیو اټکلونو د دې پروژې لګښت له ۷ او ۸.۲ ملیارډ ډالرو ترمنځ ښودلی او د پلي کولو یو له غوراویو څخه یې د عامه- خصوصي ملګرتیا پر بنسټ د “جوړولو، چلولو او لېږد” ماډل یاد شوی دی.
سوداگري
کابل له مسکو سره د اقتصادي همکاریو پراخولو غوښتنه وکړه
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې افغانستان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو؛ په ځانګړي توګه د انرژۍ، کانونو او بېلابېلو بنسټونو د رغولو په برخو کې د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او که یو شمېر ستونزې په ځانګړي توګه بانکي محدودیتونه حل شي؛ افغانستان کولی شي له روسیې څخه نفت، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غنم او نباتي غوړي وارد کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان هم چمتو دی، چې خپل کرنیز محصولات لکه تازه او وچې مېوې، سابه، درملیز بوټي، غالۍ او معدني سرچینې روسیې ته صادر کړي.
د افغانستان سفیر زیاته کړې؛ د دغو راکړو ورکړو عملي کېدا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. همدارنګه په مسکو کې د افغان توکو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره هم پلانونه ترلاس لاندې دي.
دغه راز د افغانستان سفیر ټینګار کړی، چې کابل د کانونو د استخراج په برخه کې له مسکو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.
هغه وایي؛ اقتصاد د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ بنسټیزه برخه ده او حکومت هڅه کوي هېواد د سیمهییز اقتصادي ادغام پر مهمې کړۍ بدل او بهرني پانګهوال راجذب کړي.
د تاس د راپور له مخې؛ ګل حسن حسن ویلي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د صنعتي، معدني او بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري او په کابل کې د اوبو کوچنیو برېښناکوټونو د جوړولو په اړه هم خبرې روانې دي.
دغه راز نوموړي د ځینو روسي شرکتونو استازو له اړوند ادارو سره هم لیدلي او تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.
افغان چارواکو هیله څرګنده کړې، چې له روسیې سره د همکاریو پراختیا به د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او د هېواد د ودانیزو بنسټونو د پیاوړتیا لامل شي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
-
تازه خبرونه4 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
سوداگري5 days agoد افغانستان برښنا شرکت له یوه خصوصي شرکت سره د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید تړون لاسلیک کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه5 days agoنن چارشنبه د فبرورۍ یوولسمه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان کندهار او مزارشریف ته دوه سرقونسلان غوره کړل
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه
-
تازه خبرونه23 hours agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
