تازه خبرونه
په پکتيا او کندهار کې چاودنو پېنځه ملکي وګړي وژلي

امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د یو نرینه، دوه ښځو او یو ماشوم په ګډون څلور کسان په پکتیا کې د سړک غاړې او د کندهار والي سکرتر د نښلیدونکي ماین له چاودنو وژل شوي دي.
د پکتيا پوليسو وياند حيات الله نظامي ویلي؛ د مرکز ګردېز په اړوند رباط سیمه کې د وسلوالو طالبانو ماین د ملکي وګړیو پر یوه سراچه ډوله موټر چاودنه کړې، چې د دوه ښځو او یوه ماشوم په ګډون یې څلور ملکي وګړي وژلي دي.
نوموړي د دې چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې؛ خو تر دې دمه د دې پېښې په اړه طالبانو څه ندي ویلي.
دغه راز د کندهار والي سکرتر منصور احمد هم د ولایت مخې ته د نښلول شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
ویل کیږي، چې پېښه د ولایت د مقام په دروازه کې رامنځته شوې ده.
د دغې پېښې پړه هم تر دې دمه هیچا پر غاړه نده اخیستې.
تازه خبرونه
په ایران کې پر بند د محکوم شویو افغان بندیانو د لېږد بهیر پیل شو
پر لومړۍ ورځ ۱۴۹ کسه افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ له هغې وروسته افغانستان ته راولېږدول شول، چې د دوی هویتونه په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډې ډلې لخوا تائید شول.

د روان کال د سېشنبې پر ورځ( د کب اتهویشتمه) په ایران کې د بند پر سزا د محکوم شویو افغان بندیانو د لیږد بهیر د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د چارسمبالي( سرپرست) فضل محمد حقاني او د کوربه هېواد د عدلیې وزارت د چارواکو په شتون کې پیل شو.
پر لومړۍ ورځ ۱۴۹ کسه افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ له هغې وروسته افغانستان ته راولېږدول شول، چې د دوی هویتونه په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډې ډلې لخوا تائید شول.
ټاکل شوې، چې دا بندیان د افغانستان اسلامي امارت له قوانینو سره سم د خپل بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.
دغه راز د کوربه هېواد د عدلیې وزارت د مجرمینو د لېږد کمیټې ویلي، چې دا بهیر به د کوچني اختر له رخصتیو وروسته هم روان وساتل شي.
د یادونې ده، چې د چارشنبې پر ورځ یو شمېر نور افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ د هویت له تائید وروسته افغانستان ته راولېږدول شول.
تازه خبرونه
مونږ به په خیبرپښتونخوا کې هیڅ راز عملیاتو ته اجازه ورنکړو- علی امین ګنداپور
د جیو نیوز د راپور له مخې؛ ګنډاپور ویلي، چې په پاکستان کې د وسلوالو له وژلو سره – سره له افغانستان څخه ډې شمې پاکستان ته راروان دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنداپور ویلي، چې په دې ایالت کې به هیڅ ډول عملیاتو ته اجازه ورنکړ شي.
د جیو نیوز د راپور له مخې؛ ګنډاپور ویلي، چې په پاکستان کې د وسلوالو له وژلو سره – سره له افغانستان څخه ډې شمې پاکستان ته راروان دي.
هغه زیاته کړې، چې له ۹ زره ۵۰۰ څخه تر ۱۱ زره ۵۰۰ پورې جنګیالي خیبر پښتونخوا ته رادننه شوي او شاوخوا ۲۲ زره ۵۰۰ نور په افغانستان کې دي.
هغه ويلي، چې د امنيتي مسایلو د پرمختګ لپاره باید د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان له زندان څخه راخوشې شي.
پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې د بریدونو پلان د افغانستان په خاوره کې جوړیږي.
اسلامي امارت تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې افغانستان د پاکستان د “امنیتي ناکامۍ” مسوول ندی.
تازه خبرونه
تورخم دروازه د موټرو او ناروغانو پر مخ بیا پرانستل شوه
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي؛ د افغان او پاکستاني کمیسارانو ترمنځ له هوکړې وروسته د تورخم دروازه د چارشنبې ورځې د مازیګر پر ۴ بجو له ۲۶ ورځو تړل کېدو وروسته د ټرانزیټ او ناروغانو لپاره پرانیستل شوه او ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ نورو مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړ شي.

د تورخم دروازه له ۲۶ ورځو وروسته د ټرانسپورټ لپاره پرانیستل شوه او ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي؛ د افغان او پاکستاني کمیسارانو ترمنځ له هوکړې وروسته د تورخم دروازه د چارشنبې ورځې د مازیګر پر ۴ بجو له ۲۶ ورځو تړل کېدو وروسته د ټرانزیټ او ناروغانو لپاره پرانیستل شوه او ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ نورو مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړ شي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې غړو ويلي، چې د دروازې د بیا پرانیستلو لپاره د دواړو خواوو د خصوصي سکټورونو ترمنځ څو پړاوه خبرې اترې وشوې؛ خو دا دی په تورخم کې افغان او پاکستاني کمیسارانو د دې سوداګریزې لارې پر پرانستلو هوکړه وکړه.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د دارلانشا رییس زیاته کړې، افغان سوداګرو په دې موده کې هره ورځ لږ تر لږه یو میلیون ډالر زیان لیدلی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې دوروازې د پرانستلو په اړه د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ څو پړاوه خبرې اترې ترسره شوې وې.
د تورخم دروازې تړل کېدو دواړو خواوو سوداګرو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې ويلي، چې سوداګرو هره ورځ لږ تر لږه یو میلیون ډالر زیان یې ګاللی دی.
د کابل او اسلامآباد سوداګر غواړي، چې سوداګریزې مسلې له سیاست څخه دډې ته شي؛ ځکه، چې د کړکېچ یوازنی حل خبرې اترې دي؛ نه د لارې بندول.
د تورخم دروازه ۲۶ ورځې مخکې د اسلامي امارت د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې د پاکستان له لوري وتړل شوه او د دواړو خواوو ترمنځ څو نښتې هم وشوې.
-
لوبی2 days ago
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو او اوربند لپاره د جرګې خبرې پرښه نیت پای ته ورسېدې
-
سوداگري4 days ago
په ۱۴۰۳ کال کې د ۲۹۲ میلیون ډالرو پر ارزښت د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري شوې
-
تازه خبرونه2 days ago
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پرېکړه او پلي کولو کې ټول ښکېل کسان مسوول دي ـ شان پارنیل
-
تازه خبرونه4 days ago
د ټرمپ حکومت د امریکا غږ کارکوونکي جبري رخصتۍ ته اړ کړل
-
نړۍ1 day ago
پوتین د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبناوو د بریدونو له ۳۰ ورځني اوربند سره هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا په یمن کې د ۳۱ حوثیانو پر وژلو د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه
-
تازه خبرونه20 hours ago
تورخم دروازه د موټرو او ناروغانو پر مخ بیا پرانستل شوه