تازه خبرونه
په پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس خصوصي فابریکه پرانیستل شوه
په پکتیا کې د یوه خصوصي شرکت لخوا د څه باندې شپږ میلیون ډالرو پر ارزښت د جلغوزیو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه، چې په کال کې شپېته زره ټنه جلغوزي پروسس کوي او زر کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې د یوه خصوصي شرکت لخوا د جلغوزیو د پروسس د مرکز په پرانیسته کې ولسمشر غني هم د ویډیو کنفرانس له لارې غوڼدې ته خبرو کې څرګنده کړې، چې د لویې پکتیا اقتصادي زون پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
د جلغوزیو سوداګر له حکومته غوښتنه کوي، چې اوس هم د دې زون له اړوند ولایتونو څخه جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېږي او باید مخه يې ونیول شي.
د جلغوزیو د پروسس فابریکې مسوول حاجي محمد ګردېزی وايي، چې د دغې فابریکې پًر جوړولو څه باندې شپږ میلیون ډالر لګښت راغلی؛ په کال کې شپېته زره ټنه جلغوزي پروسس کوي، چې له کار پیلولو سره به یې د لویې پکتیا د جلغوزیو سوداګر جلغوزي دلته پروسس او له دې ځایه بهر ته صادروي.
د پکتیا والي حلیم فدايي څرګنده کړې؛ څو نورو پانګوالو هم ورسره ژمنه کړې، چې په دې ولایت کې به په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او په دې اړ به د امنیت خوندي کولو په ګډون په ګڼو برخو کې د هر یوه لاسنیوی کوي.
د جلغوزیو سوداګر نجیب الله ځلاند د دې فابريکې پر جوړېدو خوښ دی؛ خو له حکومته غوښتنه کوي، چې د جلغوزیو د قاچاق مخه ونیسي.
د جلغوزیو بل سوداګر ملک نوکري ویلي، چې ډېری اوس هم پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته په ناقاانونه لارو وړل کېږي، چې یاد هېوادونه یې په نړیوال بازار کې پخپل نوم پلوري.
د دغې برخې د سوداګرو د څرګندونو له مخې؛ سږکال په پکتیا او خوست کې شاوخوا دري دېرش ټنه د جلغوزيو حاصلات را ټول شوي، خو سوداګر اندېښمن دي، چې بیې يې ټیټې او د پروسس د مرکزونو د نشتووالي له کبله یې په کمه بیه پلورلو ته اړ کیږي.