تازه خبرونه
په پکتیا کې د څښاک اوبو رسولو شبکه پیل شوه
د پکتیا ګردېز ښار په لومړۍ ناحیه کې د یونسیف ادارې له لوري د څه باندې پېنځه میلیون افغانیو پر لګښت د څښاک اوبو رسولو شبکې د یوې پروزې چارې پیل شوې.
د پکتیا ولایتي چارواکو ويلي؛ د یونسیف ادارې د څه باندې پېنځه میلیون افغانیو پر لګښت د څښاک د پاکو اوبو شبکې چارې پیل شوې، چې په څلور میایشتو کې به بشپړې او د ګردېز ښار د لومړۍ ناحیې دوه سوه کورنۍ به ترې برخمنې شي.
د پکتیا ولایت مقام د دفتر مشر مولوي محمد ابراهيم وايي؛ اوسمهال به دوه سوه کورنۍ له دې پاکو اوبو برخمنې او چارې به یې په څلور میاشتو کې بشړې شي.
د سیمې خلک د اوبو رسولو د دې شبکې د کار پر پیل خوښ دي او وايي، چې له بشپړېدو سره به یې دوی پاکو اوبو ته لاس رسی ومومي.
د دې سیمې خلک له ولایتي مسوولینو غواړي، چې د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخه کې هم ورته لا زیات پام وکړي.
د ګردېز ښار د لومړۍ ناحییې اوسېدونکي خوښ دې او وايي، چې دوی د اوبو د نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ ول او زیاتوي، چې له دې سره به پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو په ګډون پکتیا هم هغه ولایت دی، چې خلک یې د څښاک پاکو اوبو ته تر ډېره لاسرسی نلري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
