تازه خبرونه
په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوایي بریدونه پر افغان خاورې ښکاره تېری دی – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې تېره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل لمنه او د خوست سپیرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په اړوند سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بمبارد کړی دی.
ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ ( د کب پر اتهویشتمه ) په ایکس پاڼه کې یاد بريدونه پر کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان پر حریم تجاوز او تېری بولي.
ذبیح الله مجاهد وایي؛ د دې هوایي تېري په پایله کې د پکتیکا ۶ کسان ۳ ښځینه او ۳ ماشومان وژل شوي او یو کور نړیدلی. دغه راز په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ ښځې وژل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د دغو بریدونو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تېري اجازه نهورکوي.
هغه ویلي: د عبدالله شاه په نامه کس، چې پاکستاني اړخ یې په پېښه کې د پر نښه کېدو ادعا لري؛ هغه په پاکستان کې دی. بله دا، چې د یادو سیمو په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي، چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.
د نوموړي په خبرپاڼه کې راغلي: پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدي، چې د پوځ څو جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره تېرو شل کلونو ته ورته د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپل غلط سیاستونه روان وساتي او د “دوه مسلمانو ګاونډ هيوادونو” اړیکې خرابه کړي.
مجاهد زیاته کړې: پاکستان باید پخپله خاوره کې د پېښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي؛ ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.
د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا امنیت خراب کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ وسلهوالو د پاکستان په میرعلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته له چاودیدونکیو توکو ډکې لارۍ ته چاودنه ورکړ شوه او د پاکستان د پوځ اووه سرتېري او دوه افسران یې ووژل.