تازه خبرونه
په پېژپاڼه کې د مور نوم لیکل ومنل شول
ولسمشر محمد اشرف غني د نفوسو د ثبت په قانون کې د تعدیل فرمان لاسلیک او توشیح کړ، چې نور به په پېژند پاڼه ( تذکره) کې د مور نوم د نورو فردي ځانګړتیاوو سره لیکل کیږي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې پر ورځ په یوه تویت کې په ډاګه کړه، چې د ولسمشر د فرمان له مخې به د مور نوم له نورو ځانګړتیاوو سره په رسمي بڼه په پېژند پاڼه کې لیکل کیږي.
بربنياد اين فرمان رياست جمهوري، نام مادر به گونه ي رسمي در شناسنامه (تذكره هويت)،در كنارساير مشخصات فردي درج مي گردد.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) September 17, 2020
له دې مخکې د هېواد په پېژند پاڼو کې له نورو فردي ځانګړتیاوو سره یوازې د یوه شخص د پلار او نیکه نوم لیکل کیده.
د دې میاشتې په پیل کې د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش په مشرۍ په یوه جوړه شوې غونډه کې د قانون کمیتې په پېژند پاڼه کې د مور نوم له نورو ځانګړتیاوو تئید کړی و.
د ښاغلي دانش دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا تعدیل د ښځو حقونو د هڅاندو د غوښتنې په ځواب کې شوی، چې د تابعیت په تذکرو کې یې د مور نوم لیکل غوښتي وه.
د افغانستان په پلار واکه ټولنه کې د ښځینه وو نوم کارول نامناسب ګڼل کیږي او ان په پېژند پاڼه کې د مور نوم هیڅ نښه نلري.
د یادونې ده، چې یوې کوچنې مدنې ډلې په ۲۰۱۷ کال کې د ( زما نوم چرته دی ) تر سرلیک لاندې په رسمي اسنادو کې د مور د نوم لیکلو لپاره مبارزه پیل کړې وه.
تازه خبرونه
پاکستان له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ څرګند کړ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلامآباد د ستونزو له سولهییز حل ملاتړ کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلامآباد له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د تهران له هر راز منځګړیتوب هرکلی وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلامآباد د ستونزو له سولهییز حل ملاتړ کوي.
اندرابي زیاته کړې؛ پاکستان د “افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو” په اړه “ځواکمن دریځ ” لري او له همدې کبله د منځګړیتوب د بهیر په اړه هیڅ راز اندېښنه نلري.
هغه ټینګار کړی: معمولاً هغه اړخ، چې په کمزوري دریځ کې وي؛ له منځګړیو یې ډډه کړې؛ خو پاکستان د خپلو ادعاوو د پیاوړتیا له کبله له دې بهیر هرکلی کوي.
اسلامآباد پرلهپسې له کابل غوښتي، چې بریدونه ودروي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو حکومتونونو پر وړاندې د برید اجازه نهورکوي.
ترکیې او قطر د اسلامآباد او کابل د پلاويو ترمنځ د درې پړاوونو خبرو کوربتوب کړی؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدې. په ځانګړي توګه د اوکټوبر په میاشت کې د کابل له بمبارډ او پر فرضي کرښه له نښتو وروسته.
د پاکستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې خبرې اترې “نامعلوم پړاو” ته داخلې شوې دي او د جدي اختلافاتو له کبله هیڅ پرمختګ نلري.
ایران، روسیه، ترکیه او قطر هڅې پیل کړې، چې کابل او اسلامآباد له ډیپلوماټیکو لارو خبرو ته کېنوي.
ایران ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو او د توپیرونو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
دغه راز ترکیه هم چمتو ده، چې د نورو مشورو لپاره اسلامآباد ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.
د خبرو اترو له ناکامېدا او د لارو له بندېدا وروسته اسلامي امارت له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې وځنډولې؛ خو له کړکېچونو سره – سره د سیمې هېوادونه هیله من دي، چې ډیپلوماټیکې هڅې کولی شي د کابل او اسلامآباد د روان کړکېچ د زیاتېد د مخنیوي لپاره حل لارې چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر پر پرتله د امنیتي پېښو له کبله د بریدونو او تلفاتو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.
تازه خبرونه
افغانستان او تاجکستان د ډيپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
د تاجکستان يوه لوړ پوړي پلاوي د دغه هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
دواړو لوریو په ځانګړي توګه پر اقتصادي، ډيپلوماټيکو همکاریو او ګډو سيمهييزو پروژو خبرې کړې دي.
امير خان متقي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوږده تاريخ ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت له تاجکستان جمهوريت سره “ښه اړيکې او ښه ګاونډيتوب” غواړي.
هغه زياته کړې، چې د کابل او دوشنبې ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخېږي او هيله ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د دوه اړخيزو اړيکو پر ودې او پراختیا د نورو ناستو شاهدان هم واوسو.
د تاجکستان پلاوي د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان او تاجکستان په بېلابېلو برخو کې نږدې او رغنده همکاري لرلی شي.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو د ګډو سفرونو، غونډو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.
تازه خبرونه
د پاکستان په پنجاب کې د داعش خراسان یو پېژندل شوی قومندان ووژل شو
د راپور له مخې؛ زید د دې ډلې یوه پېژندل شوې څېره او د داعش خراسان د قومندانانو قاري فتح او ابوبکر نږدې ملګری و. هغه پخوا د دې ډلې په عملیاتي جوړښت کې مهم مسوولیتونه درلودل او د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي وه.
المرساد رسنۍ راپور ورکړی، چې وسلوالو؛ د پاکستان د پنجاب ایالت د اخترآباد ښار په پاټکِ سیمه کې د داعش خراسان یو پېژندل شوی قومندان برهان نومی، چې “زید” یادېده، وواژه.
د راپور له مخې؛ زید د دې ډلې یوه پېژندل شوې څېره او د داعش خراسان د قومندانانو قاري فتح او ابوبکر نږدې ملګری و. هغه پخوا د دې ډلې په عملیاتي جوړښت کې مهم مسوولیتونه درلودل او د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي وه.
که څه هم د پاکستان چارواکو تل د داعش غړو ته پناه ورکول رد کړي؛ خو دا پېښه د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې د پېژندل شویو غړو د هدفي وژنو د لړۍ یوه بله پېښه ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې ګړندۍ شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم په ایکس پاڼه کې په دې اړه خپل غبرګون داسې ښکاره کړی: “له پاکستان څخه ښه خبر: راپورونه وايي، چې د داعش خراسان یو لوړ پوړی قومندان برهان نومی، چې زید یادیږي؛ د پنجاب ایالت د اخترآباد ښار په پاټکِ سیمه کې وژل شوی دی.”
-
لوبی4 days agoد فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
-
تازه خبرونه5 days agoپه پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days agoپه ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان د افغان کډوالو نیول زیات کړي
-
نړۍ5 days agoټرمپ د بودیجې د لایحې پر لاسلیک کولو د امریکا د حکومت د تر ټولو د اوږدې مودې تعطیلۍ پای ته ورسوله
-
څار4 days agoڅار: د کابل پر وړاندې د اسلام آباد روان بې بنسټه تورونه
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د پایلو ارزونه
-
تازه خبرونه2 days agoروسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ
