تازه خبرونه

په پېژپاڼه کې د مور نوم لیکل ومنل شول

Published

on

ولسمشر محمد اشرف غني د نفوسو د ثبت په قانون کې د تعدیل فرمان لاسلیک او توشیح کړ، چې نور به په پېژند پاڼه ( تذکره) کې د مور نوم د نورو فردي ځانګړتیاوو سره لیکل کیږي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې پر ورځ په یوه تویت کې په ډاګه کړه، چې د ولسمشر د فرمان له مخې به د مور نوم له نورو ځانګړتیاوو سره په رسمي بڼه په پېژند پاڼه کې لیکل کیږي.

له دې مخکې د هېواد په پېژند پاڼو کې له نورو فردي ځانګړتیاوو سره یوازې د یوه شخص د پلار او نیکه نوم لیکل کیده.

د دې میاشتې په پیل کې د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش په مشرۍ په یوه جوړه شوې غونډه کې د قانون کمیتې په پېژند پاڼه کې د مور نوم له نورو ځانګړتیاوو تئید کړی و.

د ښاغلي دانش دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا تعدیل د ښځو حقونو د هڅاندو د غوښتنې په ځواب کې شوی، چې د تابعیت په تذکرو کې یې د مور نوم لیکل غوښتي وه.

د افغانستان په پلار واکه ټولنه کې د ښځینه وو نوم کارول نامناسب ګڼل کیږي او ان په پېژند پاڼه کې د  مور نوم هیڅ نښه نلري.

د یادونې ده، چې یوې کوچنې مدنې ډلې په ۲۰۱۷ کال کې د ( زما نوم چرته دی ) تر سرلیک لاندې په رسمي اسنادو کې د مور د نوم لیکلو لپاره مبارزه پیل کړې وه.

Trending

Exit mobile version