کوید۱۹

په چین کې د کرونا ویروس نوي درمل ومنل شول

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۰, ۱۴۰۰)

د چین د طبي تولیداتو او محصولاتو ملي ادارې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره نوي درمل تائید کړل او هغه یې د کارولو وړ ومنل.

دا درمل په خپل جوړښت کې دوه پرمختللي انټي باډۍ لري او هغو ناروغانو ته کارول کیږي، چې ناڅاپي کرونایي نښې ولري.

څیړونکيو ويلي؛ د کلینیکي آزموینو پایلو په روغتونونو کې ښودلې، چې له کرونا ناروغۍ څخه د مړینې په کمولو کې ۸۰ سلنه اغېزمنتوب لري.

د تسنګ هوا پوهنتون پروفیسور ژانګ لینچی ویلي، چې د دغې څېړنې مشري پر غاړه لري ویلي؛ په دې اړه زمونږ کلینیکي آزموینې د چین په ګډون د شپږ هېوادونو او څلور براعظمونو په ۱۱۱ مرکزونو کې ترسره شوې دي.

هغه زیاته کړې، د کلینیکي آزموینو ټولو پایلو ښودلې، چې دا درمل خورا خوندي او اغېزمن دي او کولی شي په روغتونونو کې د بستر کېدو او مړینې کچه تر ۸۰ سلنې راټیټه کړي.

Trending

Exit mobile version