کوید۱۹
په چین کې له ترافیکي پېښې ۴۷ کرونایي ناروغانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د اسوسیتید پرس د راپورونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ سهار مهال یو بس، چې د چین سویل لویدیز ته یې ۴۷ کرونایي ناروغان لېږدولي وه، د یوې ترافیکي پېښې له کبله یې ۲۷ ناروغان مړه او ۲۰ نور ټپیان دي.
د ساندو د ښار پولیسو پرته له دې ، چې د کرونایي ناروغانو څخه یادونه وکړي څرګنده کړې؛ یو بس د ګوئیژو ولایت پر لویه لار چپه شوی او وی شوي، چې ټپیان تر درملنې لاندې دي.
د چین د سوداګرۍ خبري رسنۍ کایکسین د ساندو د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې مسافرین پر کرونا اخته ناروغان ول، چې د ولایت له مرکز ګوئیانګ څخه لیدو لېږدول شوي دي.
د چین ګوئیانګ ښار د جمعې پر ورځ د کرونا ویروس شاوخوا ۱۸۰ نوې پېښې ثبت کړي دي. چین د صفر کرونا سخته پالیسي خوندي کړې، چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ناروغۍ اخته خلک او ورسره نږدې اړیکې بېلوي.
د ګوئیژو انلاین رسنیز ګروپ د څانګې د آنلاین راپور له مخې؛ بس د سهار شاوخوا ۲:۴۰ بجې چپه شوی او د پیښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.
کوید۱۹
چینایانو نوی سپوږمیز کال پر کرونا اخته قربانیانو ته د روغتیا پر دعا پیل کړ

رویترز راپور ورکړی، چې چین د یکشنبې پر ورځ د نوي سپوږمیز کال په پیل کې له خپلو هغو خلکو سره، چې تېر درې کاله یې تر ناروغۍ لاندې مړینې، فشارونه او مالي ستونزې ګاللي؛ د روغتیا او ډاډګېرنې دعا وکړه.
په بیجینګ کې له لاما عبادتځي یا معبد څخه بهر شاوخوا یو کیلومتر کتارونه وغزېدل، چې د دسمبر له پیله د کرونایي محدودیتونو له پای ته رسیدو مخکې تړلي وه؛ په زرګونه خلک خپلو عزیزانو ته د دعا کولو لپاره د وار په تمه کتار ودرېدل.
له دې مخکې چارواکو د جنورۍ له ۱۳ څخه تر ۱۹مې نېټې پورې په روغتونونو کې د کرونا له کبله د نږدې ۱۳ زره کسانو له مړینې خبر ورکړی و، چې په دې میاشت کې یا له هغې مخکې نږدې ۶۰ زره کسانو ته یې د مړینې کچه رسېدلې وه.
چینايي روغتیا پوهان وايي، چې په ټول هېواد کې د انتاناتو څپې لا دمخه لوړې شوې دي.
د چینایي چارواکو لخوا د مړینې راپور شوی شمېر هغه کسان ندي، چې په کور کې مړه شوي.
ځینو داکترانو ویلي، چې دوی د مړینې په سندونو کې د کرونا له لیکو هم ډډه کوي.
چين د جنورۍ پر ۱۴ نېټه د دسمبر له اتمې نېټې څخه د جنورۍ تر ۱۲ پورې په روغتونونو کې د کرونا له کبله د څه د پاسه ۶۰ زره کسانو له مړينې خبر ورکړ، چې د دغې ناروغۍ له پیله د ټولو مړو شويو ۵۰۰۰ کسانو څخه ډېروالی ښيي.
ځینې روغتیا پوهانو ویلي، چې سږکال به په چین کې له یو میلیون څخه ډېر خلک د دې ناروغۍ له کبله مړه شي.
بریتانیا میشت روغتیایي معلوماتو شرکت ایرفینیتي وړاندویېنه کړې، چې په دې اوونۍ کې به هره ورځ د له دې ناروغۍ د مړینې کچه ۳۶۰۰۰ ته ورسیږي.
د چين د کمونست ګوند د چارواكو د راپور له مخې، د نوي سپوږمیز كال د ۴۰ ورځني سفر په لومړيو ۱۵ ورځو كې د جنورۍ له ۷ څخه تر ۲۱ نېټې پورې شاوخوا ۱۱۰ میليون د اورګاډي مسافرينو سفرونه کړي، چې د تېر كال په پرتله ۲۸ سلنه زياتوالى ښیي.
د دولتي CCTV د راپور له مخې؛ د نوي کال په ماښام کې د ریل پټلۍ، لویو لارو، کښتیو او الوتکو له لارې ټولټال ۲۶.۲۳ میلیون سفرونه ترسره شوي، چې له ناروغۍ مخکې یې کچه نیمایي وه؛ خو د تېر کال په پرتله ۵۰.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د شنبې پر ورځ د چین د ناروغیو څارنې او مخنیوي مرکز مشر ایپیدیمولوژیست وو زونیو ویلي؛ د رخصتۍ په بهیر کې شونې ده، چې د خلکو ډلهییز حرکت د وبا ناروغي خپره کړي؛ خو په نږدې وخت کې د کرونا دوهیمه څپه امکان نلري.
وو زنیو زیاته کړې، چې په راتلونکیو دوه یا درې میاشتو کې د کرونا ویروس د راګرځېدو احتمال شته؛ ځکه، چې ۸۰ سلنه خلک پدې ناروغۍ اخته شوي دي.
له هغې وروسته، چې چين د جنورۍ پر اتمه نېټه خپلې پولې بېرته پرانيستې؛ يو شمېر چينايانو هم بهر ته د تګ راتګ سفرونه کړي دي.
رویترز راپور ورکړی، چې چین د آسیا ګرځندوی سیمو ته د چینایي سیلانیانو بېرته راستنیدو لپاره هڅې کوي، چې له وبا مخکې یې پرې ۲۵۵ میلیارد دالر لګولي دي.
کوید۱۹
د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس له نوې خپرېدونکې بڼې خبرداری ورکړ

د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې XBB.1.5 نومی د Omicron کروناویرس نوې خپرېدونکې بڼه کشف شوې ده.
اوسمهال د دې نوې بڼې په اړه ډېر څه پېژندل شوي ندي؛ خو لومړنۍ څېړنې ښیي؛ شونې ده، چې دا نوې بڼه د Omicron کروناویرس د پخوانیو بڼو پر پرتله ډېر ساري او خپرېدونکې وي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس تخنیکي مشر ماریا وان کرکوف یوې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ د XBB.1.5 بنې د ودې د غوره والي په اړه اندېښمن یوو.
ساینس پوهان اوس هم نه پوهیږي، چې آیا دا نوې بڼه د ډېرې سختې ناروغۍ لامل کیږي یا به د اوږدمهاله کرونا جدي پایلې ولري.
څېړونکي د XBB.1.5 پر وړاندې د واکسینونو څخه د ژغورنې کچه هم څېړي. دوی وايي، چې د دوه اړخیز (mRNA) واکسین د دې نوې بڼې پروړاندې د ژغورنې غوره لار ده.
کوید۱۹
اروپایي ټولنې چین ته د کرونا ویروس لپاره د وړیا واکسینو وړاندیز څرګند کړ

رویترز راپور ورکړی، چې اروپایي اتحادیې چین ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د وړیا واکسین وړاندیز کړی دی.
د اروپایي ټولنې د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د بیجینګ لخوا د کرونا په اړه د پالیسۍ له نرمولو وروسته هلته انتانات ډېر شوي.
د اروپایی کمیسیون یوه ویاند په یوه عادي خبري ناسته کې ویلي؛ چین تر دې دمه دې وړاندیز ته ځواب ندی ویلی.
نوموړي د واکسینونو کچه او تولیدوونکی مشخص نکړ.
هغه ویلي: په چین کې کرونایي وضعیت ته په پاملرنه د روغتیا کمیشنر ستیلا کیریاکایزز خپلو چینايي همکارانو ته له اروپایي ټولنې سره د پیوستون او ملاتړ وړاندیز کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا بیجینګ به د اروپايي اتحادیې وړاندیز ومني؛ له ځواب ورکولو ډډه کړې او رویترز ته یې ویلي، چې د چین د واکسین کولو کچه او د درملنې وړتیا مخ په ډېریدو ده او ورته پوره چمتووالی لري.
دغه راز ویل شوي، چې چین له نړیوالې ټولنې سره د پیوستون او همکارۍ پیاوړتیا ته چمتو دی، چې له دې ناروغۍ ننګونې ته پوره چمتووالی لري. که څه هم کولی شي د هر هغه چا غوښتنه پوره کړي، چې واکسین کول غواړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ چین تر دې دمه د خپلو وګړیو لپاره یوازې په چین کې د جوړ شويو واکسینونو پر کارولو ټینګار کړی، چې د غیر فعال ویروس یوه بڼه ده، چې د خپلو خلکو لپاره تولیدیږي.
تیره میاشت، آلمان په چین کې د آلماني شرکتونو، سفارتونو او قونسلګریو لپاره ۱۱۵۰۰ خوراکه واکسین د پلي کولو لپاره استولي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان او پاکستان په سویدن کې قرآنکریم ته د سپکاوی غندنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان خلک او پانګوال د برښنا له پرچاوۍ ځوریږي
-
نړۍ5 days ago
په هند کې د لومړي وزیر په اړه د بي بي سي مستند فلم بند شو
-
تازه خبرونه5 days ago
د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې وکړې
-
روغتيا4 days ago
په افغانستان کې ۵.۳ میلیون ماشومان ته د ګوزڼ واکسین کیږي
-
نړۍ4 days ago
د سویدن صدراعظم د قرآنکریم د سوځولو پېښه وغندله
-
تازه خبرونه5 days ago
بیات بنیاد د کابل ښار د اوومې ناحیې پر اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې د پاتې افغان بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي – د کډوالو چارو وزارت