تازه خبرونه
په ډیلي کې د زمري څلیریشتمې مراسم؛ د هند او یوه اروپايي هېواد چارواکي یې ګډونوال ول
په دغو مراسمو کې د فلسطین، روسیې، چین، اریټریا، ازبکستان، قزاقستان، نایجر، قطر او عمان استازو هم ګډون کړی و.
د افغانستان سفارت په ډیلي کې د دوشنبې پر ورځ د اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدا د پېنځمې کلیزې پر مناسبت مراسم جوړ کړل، چې د کوربه هېواد هند او د سربیا په ګډون د یو شمېر بهرنیو هېوادونو ډیپلوماټانو په کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د فلسطین، روسیې، چین، اریټریا، ازبکستان، قزاقستان، نایجر، قطر او عمان استازو هم ګډون کړی و.
په هند کې د افغانستان سفارت شارژډافیر نور احمد نور د مراسمو پر مهال د کابل او ډیلي ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي؛ د سیاسي باور پیاوړتیا، اقتصادي همکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو دوام کولی شي د دواړو لوریو پر ګټه وي او د سیمې له ثبات، نښلېدا او سوکالۍ سره مرسته وکړي.
هغه ویلي، افغانستان له هند سره د اقتصادي اړیکو د ژورولو غوښتونکی دی او د هېواد بهرنی سیاست پر «متوازن تعامل او نه لاسوهنې» ولاړ دی.
نور احمد نور زیاته کړې؛ په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکو اړیکو وده کړې او سفارتونو او قونسلګریو هم خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو پلاوو د یو بل له پلازمېنو لیدنې کړي او په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې رغنده همکارۍ رامنځته شوې دي.
د افغانستان سفارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په نغوته کې ویلي، افغانستان او هند له پخوا راپدېخوا فرهنګي، سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري او دغه ګډه مخینه کولی شي په راتلونکي کې د ډېرو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه له هند څخه هم وغوښتل، چې په نړیوالو ناستو کې د« افغانستان له مشروع او نړیوالو حقونو» ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې کابل په دې برخه کې د ډېرې پاملرنې او عملي اقداماتو تمه لري.
نور د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم وباله او څرګندوي، چې د دې هېواد ثبات کولی شي د اقتصادي ودې، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز امنیت لپاره فرصتونه برابر کړي.
د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګې مسوول آننډ پرکاش هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
هند تر اوسه د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو په وروستیو کلونو کې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې او ډیپلماټیک تماسونه زیات شوي دي.