تازه خبرونه

په ښوونځیو کې له ۱۲ کلنو څخه د پورته نجونو پر ترانه ویلو بندیز ولګېده

Published

on

Last Updated on: کب ۲۱, ۱۳۹۹

د افغانستان د ملي شورا او اړوند کورنیو د ټینګار له مخې؛ پوهنې وزارت په عمومي پروګرامونو کې له دولس کلونو څخه د پورته عمر لرونکیو نجونو د ترانو پر ویلو بندیز ولګاوه.

اوس په هغه لیک کې، چې د کابل پوهنې ریاست د ضمیر ګوارا پر لاسلیک ښوونیزو حوزو ته لېږلی؛ د ښوونځیو مدیرانو ته خبرداری ورکړشوی، چې د سرغړونې په صورت کې ور سره قانوني چلند کیږي.

په دې لیک کې راغلي، چې نرینه ښوونکي نشي کولی له دولس کلونو پورته نجونو ته زدکړې ورکړي.

دغه راز پوهنې وزارت څه موده مخکې پرېکړه کړې وه، چې له لومړي ټولګي څخه تر درېیمه پورې به زدکوونکي په جوماتونو کې درس زدکوي.

د پوهنې وزارت د امر له مخې، ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د  نجونو د ترانو ویلو ډلې باید داسې تنظیم کړي، چې عمرونه یې له دوولس کلونو کم وي.

پوهنې وزارت ویلي، چې د ملي شورا او ځینو کورنیو له سپارښتنو وروسته پرېکړه شوې، چې زدکوونکي او د نجونو د ترانو ویلو ډلې، چې عمرونه یې له دوولس کلونو پورته دي؛ نشي کولی په عمومي پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې ځینې ښځې پدې پرېکړه د نیوکې تر څنګ څرګندوي، چې باید حساسیت پارونکي او د جنسیتي توپیر پرېکړې ونشي او دوی دا پرېکړه په ښوونیزو بنسټونو کې جنسیتي چلند یادوي.

Trending

Exit mobile version