تازه خبرونه
په کابل هوایي ډګر کې امریکايي پوځیانو ته سپارل شوی ماشوم اوس هم ورک دی
په کابل هوایي ډګر کې امریکايي پوځیانو ته په اګست میاشت کې سپارل شوی دوه میاشتنی ماشوم تر دې دمه موندل شوی ندی.
له رویټرز سره په ځانګړې مرکه کې د دغه ماشوم پلار میرزا علي احمدي ویلي، چې دا دوه یمه جلا پرېکړه وه، چې خپل ماشوم سهیل د هوایي ډګر دروازې ته نږدې پر یوه لوړ دیوال ولاړو سرتېرو ته وسپاري؛ ځکه هغه وېرېده، چې ماشوم په رامنځته شوې ګډوډۍ کې له لاسه ورنکړي او دوی به هم آسانه ډګر ته وردننه شي.
د سهیل له سپارلو وروسته، د کورنۍ پاتې غړیو نیم ساعت وخت ونیو، چې د هوایي ډګر بل اړخ ته ورسېږي. کله، چې دوی دننه شول، سهیل یې په یو ځای کې هم تر لاسه نکړای شو.
رویټرز څرګنده کړې؛ میرزا علي ویلي؛ سره له دې، چې لس کاله یې د امریکا په سفارت کې د امنیتي ساتونکي په توګه دنده ترسره کړې؛ له هر چارواکي او مسوول څخه یې د خپل ماشوم د ځای په اړه پوښتنه کړې ده.
هغه څرګنده کړې؛ يو پوځي قومندان ورته ويلي وه، چې هوايي ډګر د ماشوم لپاره ډېر خطرناک دى او ښايي د ماشومانو لپاره ځانګړي سيمې ته وړل شوى وي؛ خو کله، چې دوی هلته ورسیدل دلته یې هم زوی نه و او ځای تش و.
میرزا علي د یوه ژباړونکي له لارې په مرکه کې ویلي: هغه له ما سره د هوایي ډګر شاوخوا وګرزېد او شاوخوا مو ټوله ولټوله. په دې توګه درې ورځې تېرې شوې.
نوموړي ویلي: ما شاید له ۲۰ ډېرو خلکو سره په دې اړه خبرې کړې دي.هر افسر – نظامي یا ملکي مې ولیدل او د ماشوم په اړه ترې پوښتنه شوې ده.
هغه وایي؛ يو تن ملکي مامور، چې ورسره يې خبرې کړي؛ ورته یې ويلي، چې ښايي سهيل ایستل شوی وي؛ خو مونږ دلته د ماشوم د ساتلو لپاره سرچینې نلرو.
۳۵ کلن مرزا علي، ۳۲ کلنه میرمن ثریا او د هغوی څلور نور ماشومان په یوه الوتکه کې قطر او بیا جرمني ته یووړل شول او په پای کې امریکا ته ولاړل.
دا کورنۍ اوس د ټکساس په فورټ بلیس کې له نورو افغان کډوالو سره په امریکا کې د بیا میشتیدنې په تمه دي.
ميرزا علي ويلي؛ ده په ورته وخت کې نورې کورنۍ هم وليدې، چې خپل ماشومان يې د کابل د هوايي ډګر له کټارو پوځيانو ته سپارلي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ډلې د سهیل انځور سره د “د ورک شوي ماشوم” نښه جوړه کړې او په خپلو شبکو کې یې پدې هیله خپروي، چې څوک به هغه وپېژني.
د امریکا د حکومت یوه چارواکي، چې له وضعیت سره آشنا دی ویلي، چې پر پېښه ټولې ښکېلې ادارې خبرې دي. دغه ماشوم په وروستي ځل د کابل په هوايي ډګر کې د ګډوډۍ پر مهال یو امریکايي سرتېري ته سپارل شوی؛ خو له بده مرغه یې هیڅوک ونه موندل.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي؛ حکومت د نړیوالو شریکانو او نړیوالې ټولنې سره ګډې هڅې کوي، چې ورک ماشوم پیدا او کورنۍ ته یې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د سهیل مور د خپل زوی په اړه له فکر کولو پرته بل کار نلري.
