تازه خبرونه
په کابل ښار کې پر امنیتي ځواکونو د لاسي بم برید وشو
د کورنیو چارو وزارت ویاند قاری سعید خوستي څرګنده کړې؛ د چارشنبې پر سهار د کابل ښار د درېيمې امنیتي حوزې اړوند په دهمزنګ سیمه کې د ژوبڼ له لورې پر امنیتي ځواکونو د لاسي بم برید شوی، چې دوه کسان يې ټپیان کړي دي.
قاري سعید زیاته کړې د پېښې د عاملينو پلټنه روانه ده.
عیني شاهدانو ویلي، چې په دې برید کې ۴ کسان ټپیان شوي دي.
دبرید پړه تر دې دمه چا پرغاړه نده اخیستې.
