تازه خبرونه

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ رسماً کار پیل کړ – اسلامي امارت

Published

on

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي؛ اروپايي ټولنې د مرغومي پر دېرشمه په کابل کې رسماً  خپل سفارت د دایمي حضور په موخه پرانیست او خپلې هڅې یې پیل کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټویټ کړی، چې له څو پرلپسې ناستو وروسته اروپايي ټولنې په کابل کې د دایمي حضور لپاره خپل سفارت پرانست او په رسمي ډول یې کار پیل کړ.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ يادې ټولنې پر پخوانیو ٢٢٠ ميليون يورو سربېره د بشري مرستو  ٢٦٨ ميليون نورې هغه هم اعلان کړې.

عبدالقهار بلخي وايي، چې د دې ځانګړې مرستې یوه برخه د ښوونکیو معاشونه دي، چې د اسلامي امارت لخوا یې تود هرکلی وشو.

د اسلامي امارت د حکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند د هېواد په اقتصادي غونډه کې پر اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې مخکښ شي.

ملا محمد حسن اخوند د چارشنبې پر ورځ (د مرغوي ۲۹) په کابل کې د افغانستان اقتصادي غونډه ته څرګنده کړې، چې د نوي حکومت د نه پېژندلو له کبله افغانستان له بېلابېلو اقتصادي ننګونو سره مخ شوی دی.

Trending

Exit mobile version