سوداگري
په کابل کې د ازبکستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو
کابل ته د عبدالله عارفاف له سفر وروسته دغه هېواد له اسلامي امارت سره د ۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د پانګونې او سوداګرۍ ۳۵ تړونونه لاسلیک کړي دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ریاست الوزرء اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر، د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارفاف، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي او د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتوف په ګډون د دې غونډې په څنډه کې د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیست.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې: په دې نندارتون کې د ازبکستان هېواد تولیدات او محصولات په بېلابېلو برخو کې لکه چټک موټر، لارۍ، مسافر وړونکي موټر، اور وژونکي او کرینونه، د کرنې بېلابېل ډوله ماشینري، خوراکي توکي، جامې، برښنایی وسایل، غالۍ او نور د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ته د عبدالله عارفاف له سفر وروسته دغه هېواد له اسلامي امارت سره د ۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د پانګونې او سوداګرۍ ۳۵ تړونونه لاسلیک کړي دي.
