سوداگري

په کابل کې د افغانستان او قزاقستان سوداګریز کنفرانس او نندارتون جوړ شو

Published

on

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د افغانستان او قزاقستان چارواکو سوداګریز کنفرانس جوړ او د سوداکریز نندارتون پرانسته وکړه، چې په کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند شو.

د ریاست الوزرا قتصادي مرستیال د دې نندارتون د پرانستې په غونډه کې د افغانستان د امنیتي ټيکاو او په هېواد کې د پانګونې د زمینې د برابرلو ترڅنګ د سوداګرۍ د ټرنزیټي کچې پر وده او پراختیا هم خبرې وکړې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې د اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ توانیدلي، چې د سیمې هېوادونو او په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره سوداګریزې پراخې اړیکې جوړې کړي.

د سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې؛ په ١٤٠٢ لمریز لېږدیز کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ٢٧٠ ميليون ډالره وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالي راغلي او د دغو نندارتونونو له جړیدا سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم پراخي شي.

نورالدین عزیزي څرګنده کړې: د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، متوازن او اقتصاد محوره دی، چې کولی شي افغان- قزاق نړیوال نندارتون ته ورته نندارتونونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړې، دغه نندارتون د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پیاوړتیا کې ارزښتناک رول لوبولی شي.

له دې سره د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال هم ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخه شوې دي او د افغانستان له لارې یې له منځنۍ آسیا سره پر نښلېدا ټینګار کړی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، چې د یو پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټينګار کړی او وایي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزيټي او اقتصادي اړيکو د پراختیا  لپاره پر شته ظرفیتونو باید کار وشي، چې د افغانستان له لارې منځۍ آسیا له جنوبي آسیا سره ونښلول شي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومنګارین ویلي: پر بنسټيزې پروژو په ځانګړي توګه د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د پراختیا او همداراز په اقتصادي ډګرونو کې پر شته ظرفیتونو باید کار وشي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.

ملګري ملتونه هم وايي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان په اقتصادي وده کې اساسي رول لوبولی شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي؛ د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې خصوصي سکټور د باثباته اقتصاد په رامنځ ته کولو کې مهم رول لري، چې په وروستیو دوه کلونو کې دوی په ځانګړي ټوګه د ټرانزیټي، بانکي او نړیوال مارکیټ ته دلاس رسي په برخو کې ستونزې لرلې، چې په دې برخه کې ترې ملګرو ملتونو خپله همکارۍ نده سپمولې.

ویل کیږي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دې سوداګریز کنفرانس په دوه ورځني نندارتون کې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورنو له لوري په ۸۰ غرفو کې بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

Trending

Exit mobile version