تازه خبرونه

په کابل کې د امریکا هوایي برید له ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده – ذبیح الله مجاهد

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړه، چې تېره ورځ د کابل ښار د شېرپور سیمې پر استوګنځي هوایي برید امریکا کړی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې د دې برید بڼه په لومړیو کې ناڅرګنده وه؛ خو امنیتي او استخباراتي ارګانونو د پېښې پلټنه وکړه او په خپلو لومړنیو څېړنو کې يې دا وموندله، چې یاد برید د امریکا څارګرې یا بې پیلوته الوتکې ترسره کړی دی.

ذبیح الله مجاهد په خپلو تویتونو کې څرګنده کړې؛ دا برید که په هره پلمه شوی وي حکومت یې پر کلکو ټکو غندي او له نړیوالو اصولو او د دوحې له تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.

مجاهد په ډاګه کړې؛ دا ډول کړنې د تېرو شل کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی، چې د دا ډول کړنو تکرار به دواړو لوریو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي او ناوړه پایلې به ولري.

Trending

Exit mobile version