تازه خبرونه
په کابل کې د ایران او افغانستان درې ورځنی سوداګریز نندارتون جوړ شو
ایران له افغانستان سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر په کابل کې د درې ورځني سوداګریز نندارتون پرانسته وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي، له دې سوداګریز نندارتون څخه مو موخه د سوداګرۍ وده او له افغانستان سره د تخنیکي پوهه شریکول دي.
په کابل کې د ایران د سوداګرۍ قونسل جاویدمرد قصاب هم ویلي، چې دا نندارتون به د درې ورځو لپاره پرانستی وي، چې افغان پېرودونکیو ته ایراني محصولات وروپېژندل شي.
قصاب زیاته کړې؛ د ایران سفارت هیله من دی، چې له افغانستان سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی ارزښت اوس ۱.۵ میلیارد دالرو ته رسیدلی ، او ایران هرکال په لویه کچه مالونه افغانستان ته صادروي.
په دې نندارتون کې به افغان سوداګر هم خپل محصولات ایراني سوداګرو ته وښیي.
د ۲۱ ایراني شرکتونو استازي، چې د ښاروالۍ په سکتور کې خپلې هڅې وړاندې کوي له ۵۴ نورو ایراني شرکتونو سره په ګډه په دې نندارتون کې برخه اخیستې ده.
دا شرکتونه په بېلابېلو سکتورونو ( تخنیکي او انجینري، برښنا، انرژي او مخابراتو) کې هڅې تر سره کوي.