تازه خبرونه

په کابل کې د ایران سفارت نوي چارسمبالي له امیرخان متقي سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: په دې کتنه کې، چې نن (دوشنبه د لیندۍ نولسمه) تر سره شوه؛ امیر خان متقي بېکډلي ته په دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه او نوموړي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Published

on

په کابل کې د ایران سفارت نوي چارسمبالي علیرضا بیکدلي د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: په دې کتنه کې، چې نن (دوشنبه د لیندۍ نولسمه) تر سره شوه؛ امیر خان متقي بېکډلي ته په دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه او نوموړي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

بیکدلي د ایران د خارجه وزیر د سلام او نیکو هیلو د وړاندې کولو ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې د خپل ماموریت په وخت کې به په بېلابېلو ډګرونو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

هغه دا هم ویلي، چې ایران غواړي د دواړو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي په نږدې راتلونکي کې له یو بل سره وګوري.

Trending

Exit mobile version