تازه خبرونه
په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي له عباس عراقچي سره ولیدل
د ایران سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران او اسلامي امارت ترمنځ له ایران څخه د افغان کډوالو د تدریجي راستنېدو لپاره د همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ایران سفارت چارسمبالي( سرپرست) علیرضا بیکدالي د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره ولیدل.
د ایران سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران او اسلامي امارت ترمنځ له ایران څخه د افغان کډوالو د تدریجي راستنېدو لپاره د همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه د افغانستان په جوړولو کې د افغان کډوالو پر ګډون هم ټینګار وکړ.
د ایران سفارت زیاته کړې، چې بیکدلي د ناستې په بهیر کې د تهران او کابل ترمنځ د اړیکو د اوسني حالت پر اړتیا عباس عراقچي ته معلومات ورکړل.
په دې ناسته کې د ایران سفارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو وروستی حالت، د سفارت پلانونه او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم تشریح کړې.
که څه هم د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني؛ خو له اسلامي امارت سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.