سوداگري
په کابل کې د ایران سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون پرانیستل شو
په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې پر ورځ (د کب څوارلسمه ) تویت کړی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون پرانیستل شو.
د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، دغه مرکز افغان سوداګرو ته د ایراني توکو او تولیداتو د پېژندلو د مرکز په توګه رامنځته شو.
دغه مرکز ستر ظرفیتونه لري، چې کولی شي د افغانستان په بیارغونه او د دغه جنګ ځپلي هېواد د بېخبنا لپاره بې ګټې نهوي.
دوی ټینګار کړی، چې د دوامدارې سوداګرۍ او صادراتو پراختیا په کابل کې د دغه مرکز تر ټولو اړینه برخه ده.
ډېري پدې باور دي، چې د دې ډول سوداګریزو مرکزونو پرانیستل به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري. دغه هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک فعالیتونو روان ساتلي دي.