سوداگري

په کابل کې د تره خېل ۲۵۲ میګاولټ امپیر سب سټېشن د جوړولو کار پیل شو

دغه پروژې د کورنيو شرکتونو لخوا د ۱۸ اعشاریه ۷ ميليون ډالرو پر پانګونې پلې کېږي او له بشپړېدو سره به يې د ۲۵۰ زره ګډونوالو او صنعتي پارکونو د برښنا ستونزه اواره شي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۹, ۱۴۰۳

په کابل کې د تره خېل ۲۵۲ میګاولټ امپیر سب سټېشن او له چمتلې څخه دې سب سټېشن ته د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې کار د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په شتون کې پیل شو.

دغه پروژې د کورنيو شرکتونو لخوا د ۱۸ اعشاریه ۷ ميليون ډالرو پر پانګونې پلې کېږي او له بشپړېدو سره به يې د ۲۵۰ زره ګډونوالو او صنعتي پارکونو د برښنا ستونزه اواره شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یکشنبې پر ورځ د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د افغانستان د اوبو کنټرول، د اوبو خوندي کول، د بادي، لمریزې او حرارتي برښنا تولید او د کرنې پراختیا د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او د اسلامي امارت دا عمل د هیڅ ګاونډي او بل هیڅ هېواد پر زیان ندی.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نده کارول شوې او نړۍ هم له اسلامي امارت سره تعامل غواړي.

هغه ویلي: نړۍ اوس پوهیږي، چې یو باثباته او پر ځان‌بسیا افغانستان یوازې د اسلامي امارت په شتون سره ممکن دی. اسلامي امارت په عمل کې ثابته کړې، چې د افغانستان له خاورې هیچاته زیان نه رسیږي او نن نړۍ له افغانستان سره همکارۍ او تعامل ته لېواله ده.

له بلې خوا د برښنا شرکت مسوولینو اعلان کړی، چې له ترکمنستان او ازبکستان څخه د دوه زره میګاواټه برښنا لېږد دوه پروژې تر کار لاندې دي، چې له پلي کېدو سره به یې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزه اواره شي او صنعتي پارکونو ته به ۲۴ ساعته برښنا هم برابر شي.

د برښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ویلي: د دې پروژو له پلي کېدو سره به د کابل ښار ټولو صنعتکارانو، سوداګرو او د استوګنې کورونو ته ۲۴ ساعته برښنا ورکړ شي.

دغه راز د خصوصي سکټور استازي وايي، چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به د صنعتکارانو د برښنا د نشتوالي ستونزه اواره شي.

هغه اوس هم له بهر مېشتو افغان پانګوالو غواړي، چې هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، ډېر ژر به په زابل کې د اوبو یو لوی بند جوړ شي. د پاشدان بند د جوړېدو چارې هم بشپړې شوې او د کابل د شاه او عروس بند د لېږد د حسابونو د تصفیې چارې روانې دي، چې په پایله کې به یې د کابل ښار ۲۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي او زرګونه هکتاره ځمکه به خړوبه او دوه میګاواټه برښنا تولید کړي.

Trending

Exit mobile version