Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د حقاني شبکې یو غړی او یو هم د نښلیدونکیو ماینونو آسانتیا برابرونکی نیول شوي

خپور شوی

 په

(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۳۹۹)

په کابل کې د ملي امنیت ریاست ځواکونو د حقاني شبکې د “عبید کاروان” د ډلې غړی مطیع الله نیولی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن( د لیندۍ ۱۵) د شپږ نیمو بجو په سهارنۍ ناسته کې ویلي، چې مطیع الله له خپلو اووه کسانو سره په کابل ښار کې نیول شوی دی.

امرالله صالح زیاته کړې، چې د مطیع الله عکسونه په کابل کې خپاره شوي ول او د هغه د خلکو د همکارۍ له مخې ونیول شو.

دغه راز نوموړي څرګنده کړې، چې یو کس رحمت الله  نومی د حبیب الله زوی، چې په کابل کې یې د نښلیدونکیو ماینونو د چاودنو لپاره آسانتیاوې برابرولې هم نیول شوی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال په ډاګه کړې؛ رحمت الله  یو عرفان الله نومی ماشوم د بټیاري د مزدور په نوم د ورځې پر ۲۰۰ کرایه کړی و او هره ورځ یې پرې جنسي تېری کاوه او هم یې د نښلیدونکیو ماینونو د لیږدولو لپاره کاراوه.

امرالله صالح ویلي: د عرفان الله نومي له کورنۍ سره اړیکې ونیول شوی؛ پلار یې دفتر ته راغوښتل شوی و. د دغه جنایت په اړه به بشپړ جزئیات ډېر ژر رسنیو ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

زیربنا: د دیورند کرښې په اوږدو کې د څو نورو دروازو جوړولو غوښتنه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۵, ۱۴۰۱)

Continue Reading

تازه خبرونه

زیربنا: له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو د ترسره کولو تړون

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

د کابل ایمرجنسي روغتون د راپور له مخې؛ نن ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو څلور لاري ته نږدې په زکریا نومي جومات کې رامنځته شوې، چې ۱۸ کسان ترې تبیان دي او ۶ نور وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!