لوبی

په کابل کې د شپږیزی کرکټ لیګ اتم پړاو پیل شو

Published

on

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ نن (دوشنبه د چنګاښ ۲۷/ د جولای ۱۸) د کابل په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې.

د کرکټ سیالیو دا اتم پړاو په کابل کې د اته لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د زمري پر ۱۴/ د  اګست پر پېنځمه نېټه پای ته ورسېږي.

په دغو سیالیو کې ۳۲ لوبې په پام کې نیول شوي، چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې به ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، تمه ده، چې په دې سیالیو کې څلور بهرني لوبغاړي هم ګډون وکړي.

د شپږیزی کرکټ لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې پیل شوي او په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره په ۲۰۲۰ کال کې هم ترسره شوې، چې یوازې تېر کال په افغانستان کې د نظام د بدلون له کبله دغه سیالۍ وځنډېدې.

Trending

Exit mobile version