لوبی
په کابل کې د نجونو د کانګفو د لومړي پړاو د غوراوي سیالۍ پیل شوې

د افغانستان د بدني روزنې او لوبو لوی مشرتابه نن یکشنبه د غبرګولي ۲ ویلي، چې دا سیالۍ نن د دې څانګې د لوبو په جمنازیم کې د ۴۰ لوبغاړیو په ګډون پیل او تر سره شوې.
د یاد ریاست د څرګندونو له مخې؛ د سیالیو ګډونوال به د ځوانانو او لویانو د وزنې څانګو په اته کټګوریو کې د دوه ورځې لپاره د کابل غوره لوبدلې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ دګر ته راوتلې دي.
د افغانستان د بدني روزنې او لوبو لوی مشر حفیظ الله ولي ویلي، چې د دغو لوبو له سیالیو مو موخه داده، چې د ښځینه سیالي لوبغاړي ورسره وده وکړي.
دغه راز د کانګفو ملي فډراسیون چارواکو هم ويلي، چې له دغه راز لوبو او سیالیو موخه داده، چې د کابل ښځینه ملي لوبدلې ته ۱۶ بریالۍ څېرې غوره او وټاکل شي.
لوبی
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې په درېیمه ۲۰ آوریزه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ (د زمري ۲۱) په درېیمه شل آوریزه لوبه کې ایرلنډ ته پر ۲۲ منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او کوربه لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.
رحمان الله ګربز په ۳۵ توپونو ۵۳ منډو او نجیب الله ځدراڼ په ۱۸ توپونو او ۴۲ منډې وکړې. حضرت الله ځاځي ۳۹ او ابراهیم ځدراڼ ۳۶ منډې وکړې.
دغه راز د ايرلنډ لوبډلې د نهه لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې؛ خو بریالۍ نشوه، چې ځان ټاکل شوې موخې ته ځان ورسوي.
د دې لوبډلې لپاره جورج دوکریل تر ټولو ډېرې (۵۸) منډې جوړې کړې.
د افغانستان د توپ اچونې په برخه کې نوین الحق درې او مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دا د ایرلند پر وړاندې د شل آوریزو سیالیو په لړۍ کې د افغانستان لومړۍ بریا وه. د دې تورنمنت لومړۍ دوه لوبې ایرلند ګټلې وې.
ټاکل شوې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې لوبه د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.
لوبی
ایرلیند افغانستان ته د شل آوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پر اوو ویکتو ماتې ورکړه

ایرلیند د سې شنبې پر ورځ په بیلفاست کې د شل آوریزو نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته پر اووه ویکتو ماتې ورکړه.
جورج داکرل ګټونکي څلوریزه ووهله او ایرلینډ ته یې د ۱۶۹ هدف له ټاکلو وروسته د درې لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې.
افغانستان په وروستیو دوه اورونو کې د اووه لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې، چې ابراهیم ځدراڼ په ۱۸ توپونو ۲۹ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.
د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي عثمان غني په ۴۲ توپونو د دوه شپږیزو او شپږ څلوریزو پر مرسته ۵۹ منډې وکړې.
د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او محمد نبي په ګډون تجربه کاره ستوري شته؛ خو ترڅنګ یې یو شمېر ځوانو لوبغاړیو ته هم په لوبډله کې حق ورکړشوی دی.
دواړه خواوې به د پنجشنبې پر ورځ د دوی د پېنځه لوبو په لړۍ کې د دوه یم ځل لپاره د ستارمونت ښار په ورته ملکي خدماتو کرکت کلب ځای کې سره وګوري.
لوبی
د کرکت پخوانی نړیوال لوبڅار په ترافیکي پېښه کې مړ شو

د کرکت نړیوال پخوانی لوبڅار رودي کویرتزن د سې شنبې پر ورځ د اسد اتلسمه په خپل هېواد جنوبي آفریقا کې له یوې ترافیکي پېښې له کبله مړ شو.
۷۳ کلن کویرتزن د اته کلونو لپاره د کرکت د نړیوالې شورا له غوره لوبڅارو څخه و د ۳۳۱ لوبو څارنه یې کړې؛ خو پاکستاني څارونکي حليم ډار ترې دا مقام تر لاسه کړ.
د کرکت رسنیزې برخې ESPN د څرګندونو له مخې، حلیم ډار ویلي: دا لومړی د هغه کورنۍ او بیا د سویلي آفریقا او کرکت لپاره یوه لویه ضایعه ده.
هغه زیاته کړې: زه په ډېرو لوبو کې د هغه تر څنګ ولاړ وم. هغه نه یوازې یو ښه څارونکی و، بلکې یو ښه همکار هم و.
د کویرتزن زوی رسنیو ته ویلي، چې پلار یې له خپلو څو ملګرو سره د ګلف یوې سیالۍ ته تللی و.
کویرتزن کور ته پر لاره و، چې له ترافیکي پېښې سره مخ او مړ شو.
-
تازه خبرونه4 days ago
په ایران کې یوه افغان لس کسان پر چړې وژلي
-
تازه خبرونه3 days ago
یو افغان په نوي مکسیکو کې د ۲ مسلمانانو پر وژلو تورن شو
-
تازه خبرونه2 days ago
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم
-
روغتيا3 days ago
په چین کې پر لانګیا نومي نوي ویروس ۳۵ کسان اخته شوي
-
روغتيا4 days ago
په کابل پوهنتون کې د څارویو د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ علمي غونډه ترسره شوه
-
نړۍ4 days ago
د ایف بي آی ځواکونو مې پر کور چاپه اچولې
-
تازه خبرونه2 days ago
د نړۍ ۷۰ اقتصاد پوهانو له جوبایډنه د افغانستان د شتمنیو د آزادېدو غوښتنه کړې
-
لوبی4 days ago
د کرکت پخوانی نړیوال لوبڅار په ترافیکي پېښه کې مړ شو