تازه خبرونه
په کابل کې د پاسپورت وېش وځنډول شو
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو عمومي ریاست ویلي، چې په کابل کې د تخنیکي ستونزو له کبله د پاسپورټونو د وېش لړۍ د سې شنبې پر ورځ د لړم ۲۵ تر بلې خبرتیا وځنډول شوه.
د پاسپورټ ریاست مشر عالم ګل حقاني د دوشنبې پر ورځ (د لړم ۲۴ ) د دغه ریاست پر فیسبوک پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې څرګنده کړې، چې د دغه ریاست ځینو تخنیکي وسایلو کار پریښی دی.
عالم ګل حقاني د بېلګې په توګه ویلي: نن غرمه مهال زمونږ بایومټریک ماشینونو کار پریښود. که دا ماشین بیا کار ونکړي؛ په کې ساتل شوي اسناد او معلومات به هم له منځه ولاړ شي.
هغه زیاته کړې، چې پاسپورټ رياست کار به د دفتر د کارکوونکیو تر ډېرېدو او د بايومټريک ماشينونو او نورو وسايلو تر رغېدو پورې ځنډېدلي وي؛ خو دا یې ندي ویلي، چې د پاسپورټ وېش به کله پيلېږي.
د پاسپورټونو د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې؛ دې دفتر ته د ورځې له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې مراجعین راځي. په داسې حال کې، چې د حقاني د څرګندونو له مخې؛ په دې اداره کې د پاسپورټونو د وېش وړتیا د ورځې تر ۳۰۰۰ پورې ده.
عالم ګل حقاني وايي، ډېر ژر به په کابل کې د پاسپورټونو د عمومي ریاست لپاره نوي تجهیزات چمتو او پر نورو مراجعینو به پاسپورټونه ووېشل شي.
د اسلامي امارت چارواکو ويلي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ یوازې په کابل کې بنده شوې او په ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ روانه ده.
د پاسپورټ ادارې د شنبې پر ورځ (د لړم ۲۲) اعلان وکړ، چې په ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندوز، خوست او پکتیا ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شوی دی.
اوسمهال اسلامي امارت په کابل کې یوازې هغو کسانو ته پاسپورټونه وېشي، چې د اسلامي امارت واک ته له بیا رسېدو مخکې یې انلاین نوملیکنه کړې وي. دغه راز هغو ناروغانو ته پاسپورټونه ورکوي، چې په افغانستان کې د درملنې وړ نه وي.