تازه خبرونه
په کابل کې د ۱۸ هېوادونو د استازیو د سولې سیمه ییزه ناسته تر سره شوه
د افغانستان حکومت د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ۱۸ هېوادونو، ملګروملتونو او د اسلامي همکارۍ د ټولنو د استازیو په ګډون د سولې بهیر د سیمه ییزې ناستې کوربتوب تر سره کړ.
دغه ویدیوي ناسته، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر یې مشري کوله؛ د ولسمشر اشرف غني له وینا سره پیل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي؛ دغه ناسته د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره تر سره شوه، چې په کې د تاوتریخوالي پر کمښت، د خپلمنځي خبرو پیل، اوربند ته رسیدل او د طالب بندیانو پر خوشې کولو هر اړخیزې خبرې را وڅرخیدلې.
د خپلمنځی خبرو د پیلولو لپاره دغه ناسته په داسې حال کې جوړیږي، چې ښکېلو خواوو جګړه روانه ساتلې او تاوتریخوال هم ډېر شوی دی.
طالبانو د ټواو بندیانو خوشې کیدل د خپلمنځي خبرو او اوربند لپاره شرط ایښی او حکومت هم د ټولو حکومتي بندیانو خوشې کول د شرطه په توګه وړاندې کړي او وایي، چې د ځانګړیو څېرو خوشې کول، چې طالبان پرې ټینګار کوي ؛ ناشونې ده.
د حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا طالبانو په ۶ ولایتونو کې ۳۶ بریدونه کړي او افغان ځواکونه ور سره ښکېل پاتې شوي دي.
وګورو، چې د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې به وکړای شي، چې په جګړه کې ښکېلې خواوې اورکم ته راضي او خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي او که نه!
