Connect with us

لوبی

په کابل کې د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلولۍ څلی نندارې ته وړاندې شو

دغه کرکټ څلی کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د کابل په شاه دو شمشیره، باغ بابر او قرغې بند په اړوند سیمو کې نندارې ته وړاندې شو.

خپور شوی

د

د سې‌شنبه پر سهار(د لیندۍ شپږمه )  په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د کرکټ اتلولۍ څلی(جام) کابل ته راورسېد او د هېواد کرکټ لوبغاړو په شتون کې یې تود هرکلی وشو.

دغه کرکټ څلی کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د کابل په شاه دو شمشیره، باغ بابر او قرغې بند په اړوند سیمو کې نندارې ته وړاندې شو.

په دې خبري مراسمو کې د هېواد کرکټ لوبغاړو ګډون وکړ او رسنیو ته یې د دې څلي د نندارې پر ارزښت خبرې وکړې.

دا څلی په داسې حال کې کابل ته راوړل شو، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال څلي په وروستي پړاو کې له ځلیدو وروسته د پنځوس اوریزو سیالیو اتلولي خپله  او د لومړي ځل لپاره یې دې اتلولۍ ته لار پیدا کړه.

د کرکټ اتلولۍ څلي ۵۰ اوریزه بڼه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې په ګډون ۸ هېوادونه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په B ګروپ کې له انګلستان، آسټرالیا او سویلي افریقا سره راغلې ده.

ټاکل شوې وه، چې دغه لوبې په پاکستان کې ترسره شي؛ خو پاکستان ته د هند د ملي لوبډلې د نه تګ له کبله به د کرکټ نړيوالې شورا خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د یادولو ده، چې آریانا ټلویزیون د افغانستان په جغرافیه کې د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلولۍ څلي سیالۍ د ځانګړې او ژوندۍ خپرونې حق تر لاسه کړی دی.

لوبی

راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

له دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې.

Published

on

Rashid Khan

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نومیالی او وړ توپ‌اچوونکی راشد خان تېره شپه د سویلي افریقا د غوره لیګ په شل اوریزو لوبو کې د خپلو ویکټو شمېر ۶۳۳ ته ورساوه؛ دوه لوبغاړي لرې کړل او یو نوی نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

له دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې.

د افغان او نړیوال کرکټ ځوان ستوري په لږ عمر کې دا ممکنه کړې، چې په راتلونکو کلونو کې خپل ریکارډ نور هم پیاوړی کړي.

هغه په ​​فیسبوک پاڼه کې لیکلي: "زه د خدای شکر ادا کوم، چې ما په کرکټ کې یوه بله لاسته راوړنه ثبت کړه." هر څه، چې یوو؛ د خپل وطن پر نوم یوو او هر پرمختګ، چې کوو د خپل وطن لپاره دی. زه خوښ یم، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې مې ۶۳۳ ویکټې واخیستې او په نړۍ کې لومړی توپ‌اچوونکی شوم. "ستاسې له دعاګانو او ملاتړ څخه یوه نړۍ مننه."

هغه مخکې د هند غوره لیګ په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ د غوره توپ‌اچوونکي لقب ګټلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او نومیالي توپ‌اچوونکي راشد خان ته د غوره دوه‌یمې درجې لقب ورکړی و.

Continue Reading

لوبی

عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴ کال د غوره کرکټ لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

عمرزي د کرکټ نړیوالې شورا څخه دا جایزه ترلاسه کړې ده.

Published

on

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

عمرزي د کرکټ نړیوالې شورا څخه دا جایزه ترلاسه کړې ده.

د افغانسټان کرکټ بورډ ويلي، چې د هغه غوره هڅې او وړتیاوې د دې علت شوې، چې هېواد ته دا لوی مقام ثبت کړي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، چې د عمرزي "ځانګړې او هر اړخیزه " هڅه د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې د هېواد د ملي کرکټ لوبډلې د بریاوو کېلي وه.

کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې، چې عمرزی به په راتلونکو سیالیو کې نور هم ښه وځلېږي.

عمرزي د ۲۰۲۴ کال د کرکټ لوبو په پړاو کې ټولټال ۱۴ لوبې وکړې، چې په کې یې ۴۱۷ منډې جوړې او ۱۴ ویکټې یې واخیستې.

Continue Reading

لوبی

د هېواد د فیټنس او بدني ښکلا اتل علیرضا آساهي مړ شو

دغه فډراسیون نن (پنجشنبه د سلواغې څلورمه) په فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د دې اتل لوبغاړي مړینه اعلان کړه؛ خو د هغه د مړینې د لامل په اړه یې څه ویلي ندي.

Published

on

د بدني ښکلا او فیټنس ملي فډراسیون د هېواد د بدني ښکلا او فیټنس د ملي لوبډلې د غړي علي رضا آساهي له مړینې خبر ورکړی دی.

دغه فډراسیون نن (پنجشنبه د سلواغې څلورمه) په فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د دې اتل لوبغاړي مړینه اعلان کړه؛ خو د هغه د مړینې د لامل په اړه یې څه ویلي ندي.

ویل کیږي، چې علي رضا آساهي دوه ځله د بدني ښکلا نړیواله اتلولي ګټلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!