تازه خبرونه

په کابل کې لسګونه اړمنو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مرستې ترلاسه کړې

بیات بنیاد ویلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې له یوې رڼې سروې وروسته مستحقو کسانو ته ووېشل شول.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۹, ۱۴۰۳

د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې په کابل کې د دوی د روژې مرستې لسګونه اړمنو کورنیو ته ووېشل شوې.

دوی ویلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې له یوې رڼې سروې وروسته مستحقو کسانو ته ووېشل شول.

د بیات بنیاد چارواکو زیاته کړې، چې دا مرستې نه یوازې د روژې په میاشت کې، بلکې په ژمي او بېړنیو حالاتو کې یې هم وېشلو ته ژمن دي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي: “نن مونږ د روژې مرستې هم پیل کړې، چې اوړه، وریجې او غوړي په کې دي. زمونږ مرستې په کابل او نورو ولایتونو کې وېشل کیږي. “

محمد اسماعیل زیاته کړې: “بیات بنیاد د ژمي په موسم او د روژې د مبارکې میاشتې په ورځو او نورو اړینو وختونو کې لومړني ګامونه پورته کوي.”

دغه راز هغه کورنۍ، چې مرستې یې ترلاسه کړي؛ له نورو مرستندویه بنسټونو او ټولنو هم غواړي، چې بیات بنیاد ته ورته له اړو خلکو سره د مرستې لپاره راودانګي.

د مرستې ترلاسه کوونکي وایي: ” کراچي‌وان یم؛ زما په کورنۍ کې لس غړي دي. معیوب او معلولین لرم. د ورځې کار نه‌کیږي. له بیات بنیاد او همکارانو ه یې مننه، چې له زمونږ سره یې مرسته وکړه.”

له نږدې دوه لسیزو راپدېخوا بیات بنیاد په هره روژه کې د مرکز او ولایتونو زرګونه اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې چمتو کوي او وېشي.

Trending

Exit mobile version