تازه خبرونه

په کابل کې متقي او د ایران نوي سفیر پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په کابل کې د ایران نوي سفیر حسن کاظمي قُمي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقی سره وکتل او پر دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي ۲ ) تویت کړی، چې حسن کاظمي قُمي له امیر خان متقي سره په کتنه کې پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې او پر غوره دوه اړخیزو اړیکو یې ټینګار څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي؛ حسن کاظمي قُمي ویلي؛ د اوبو ارزښت ته پر پاملرنه باید هڅه وشي، چې اوبه په داسې ډول مدیریت شي، چې ضایع نشي او د ایران حقونه پوره شي.

حافظ ضياء احمد په ډاګه کړې؛ د بهرنیو چارو وزیر په اوبو کې د ایران د حق په اړه د امارت دریځ روښانه کړ، چې: مونږ د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ل.ل کال د اوبو تړون ته ژمن یوو؛ خو د باران لږ اورښت د اوبو د کمښت لامل شوی او دا یو حقیقت دی. مونږ هیله لرو، چې دا ستونزه به د باران له کچې سره حل شي.

حسن کاظمي قُمي په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

Trending

Exit mobile version