تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې اووه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې بره کي څلور لاري ته نږدې ماین چاودنې دوه کسان وژلي او پېنځه نور ټپیان کړي دي.

د کابل پولیسو د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې یو پولیس او یو پلی ماشوم وژل شوي او پېنځه نور ټپیان شوي دي.

د کابل پولیس وايي؛ دغه چاودنه نن مازیګر ۴:۲۲ پر یوه رنجر رامنځته شوې، چې په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شته.

پولیسو ویلي، چې چاودنه د سړک غاړې د ماین له کبله وه.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې او طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version