تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګ و ژوبله واړوله

د کابل پولیسو تائید کړې، چې نن جمعه (د زمري څوارلسمه) د افغانستان په پلازمېنه کې د یوې چاودنې له کبله اته کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په سرکاریز سیمه کې د محرم پر ویرکوونکیو رامنځته شوې ده.
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تویت کړی، چې چاودېدونکي توکي په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوي وه.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نده اخیستې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید پر کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ناځوانه عمل نومولی دی.
دا چاودنه له هغې دوه ورځې وروسته رامنځته کیږي، چې د کابل ښار د کارتې سخي په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د داعش څلور غړي ووژل شول او یو بل ژوندی ونیول شو.
په دې عملیاتو کې دوه هم پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
افغان میرمنو ته د زدهکړو او کار امکانات برابر کړئ – رینا امیري

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت د محدودیتونو د مخنیوي لپاره ښځو ته د زدهکړو، تحصیلي بورسونو او کار زمینه برابره کړي.
رینا امیري د شنبې پر ورځ په ایکس چینل کې له خپلو همکارانو او افغان فعالانو سره د تېرې میاشتې د لیدنو په اړه څرګنده کړې، چې ښايي په افغانستان کې د “ویجاړونکي” وضعیت د ښه کولو لپاره لارې چارې توپیر ولري؛ خو هغه کسان، چې د بشري حقونو د خوندیتوب په لټه کې دي باید مدني فضا رامنځته کړي. خبرې اترې او زغم، چې دوی یې هیله لري په افغانستان کې رامنځته او وځلوي.
هغې څرګنده کړې: مونږ باید په ټولیزه توګه طالبانو (اسلامي امارت) ته دا روښانه کړو، چې که څه هم مونږ د ویجاړونکي وضعیت د ښه کولو هڅه کوو؛ خو د روان حالت په ښه کېدو کې به پرمختګ تر هغې رانهشي، چې هغوی د افغانانو حقونو ته درناوی ونهکړي.
نوموړې زیاته کړې: مونږ باید د افغانانو په ځانګړي توګه له ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې خپل بیانونه د طالبانو (اسلامي امارت) له افراطي او ظالمانه کړنو سره د مقابلې لپاره د زدهکړو، تحصیلي بورسونو، کار او نورو وسایلو د برابرولو لپاره، چې له زمونږ له غوښتنو سره مطابقت ولري؛ پخپلو سرچینو سمبال کړو.
رینا اميري ويلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې څو لوړپوړې ناستې ترسره شوې، چې يوه يې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د وزيرانو پر کچه غونډه وه.
هغه وایي؛ پیغام مو روښانه دی: که طالبان (اسلامي امارت) د افغانانو حقونو ته درناوی ونهکړي او د ټولنې نیمايي وګړي حذف کړي؛ د نړیوالې ټولنې د یوې برخې کیدو تمه هم نهشي کولی.
دغه راز څرګندوي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې یې د مسلمانو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې هوکړه کړې، چې د طالبانو (اسلامي امارت) ظالمانه تګلارې په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې؛ د افغانستان او نړۍ لپاره ویجاړوونکې او ښې نهدي.
هغې زیاته کړې: مونږ هوکړه وکړه، چې باید د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه نړیوال پیوستون وساتو او د دیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر له افغان میرمنو او نجونو ملاتړ روان وساتو.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار کولو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوي ته خپله ژمنتیا تل ښکاره کړې ده.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په جوړولو کې پرمختګ نهدی شوی – اعلامیه

د روسیې په کازان ښار کې د مسکو غونډې ګډونوالو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې یو داسې رښتینی ټولګډونه حکومت رامنځته شوی نهدی، چې د هېواد د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو ګټې وځلوي.
په دې اعلاميه کې، چې د روسيې بهرنيو چارو وزارت خپره کړې راغلي: د کابل په اداره کې د بېلابېلو افغان توکمونو د انفرادي استازو له ټاکل کېدو سره – سره ګوندي سياسي کثرت نهليدل کیږي.
دوی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د سولې بهیر د بشپړېدو او له پراخو، هراړخیزو، ځوابویونکیو او مسوولو بنسټونو سره د متوازن حکومت د رامنځته کولو لپاره د سیاسي او قومي ډلو له استازو سره عملي او پایله لرونکې خبرې اترې وکړي.
د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د کار، زدهکړې او عدالت د مساوي حقونو په ګډون د جنسیت، توکم او مذهب له تبعیض پرته د بنسټیزو حقونو او آزادیو د درناوي په اړه خبرې وشوې او د ښځو د کار او د نجونو د زدهکړې پر محدودیتونو یې د اندېښنې ترڅنګ ټینګار هم څرګند کړ.
دوی له اسلامي امارته وغوښتل، چې په ښوونځیو کې د نړیوالو معیارونو سره سم عصري زدهکړې اجازه ور کړي.
د دې غونډې ګډونوالو د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي له کبله په افغانستان کې د سخت امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
دوی د داعش پر وړاندې د جدي مبارزې له کبله د اوسني افغان چارواکو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې هم همداسې وکړي.
دوی د افغانستان له اوسنیو چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د هر ډول ترهګرو ډلو د ځالې د له منځه وړلو او مخنیوي لپاره هڅې وکړي او د سیمې هېوادونو ته یې د خپرېدو مخه ونیسي.
د غونډې برخهوالو دغه راز په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت په اړه د اوسنيو افغان مقاماتو د برياليو هڅو ستاینه کړې او د هغو راپورونو په اړه، چې د صنعتي نشهيي توکو د توليد په ګډون د نشهيي توکو زیاتوالی ښیي؛ پر مبارزه ټینګار څرګند کړی دی.
د اعلامیې پر بنسټ، د غونډې اکثرو ګډونوالو ویلي؛ له سیمې بهر له هېوادونو سره همکاري هغه مهال ممکنه ده، چې د امریکا په مشرۍ لویدیځ ائتلاف د افغانستان د شل کلنې جګړې د ویجاړیو د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي او د افغانستان ملي شتمنۍ آزادې او خپل یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.
دوی همداراز د ګډو ګټو پر موضوعاتو د بحث لپاره د سیمه ییزو اړیکو ډلې د جوړولو له لارې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ایران وړاندیز ته هم نغوته وکړه.
د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته د جمعې پر ورځ د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړيو استازو او لوړ پوړیو چارواکو پر کچه جوړه شوه. په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي هم حضور درلود. په دې مراسمو کې د سعودي عربستان، قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې استازو د معززو میلمنو په توګه حضور درلود.
تازه خبرونه
سراج الدین حقاني له یو شمېر افغان سياسي کارپوهانو او فعالانو سره وکتل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د هېواد له ځینو سیاسي اشخاصو او لیکوالو سره په لیدنه کې د ځينو ستونزو د حل او پرمختګونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
په دې لیدنه کې د سیاسي چارو کارپوه حميدالله هوتک د هېواد بېلابېلو سیمو ته د سراج الدین حقاني په ګډون، د مشرانو سفرونه د ملي او سیاسي همغږۍ د روحیې د پياوړتیا لپاره ګټور وبلل او د ولسي حقونو تضمین یې د حکومت مسوولیت یاد کړ.
د غونډې د ګډونوالو د څرګندونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت سفرونه د ولس د اقشارو تر منځ د وحدت سبب ګرځېدلي دي.
دغه راز دوی ويلي: له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون باید د کادرونو د رابللو چارې لا ګړندۍ کړي او د پردیو هېوادونو له کمپونو یې را وباسي.
همدارنګه معین ګل څمکني څرګنده کړې: د پردیو توطیو دا هېواد شاوخوا ۴۵ کاله په شخړو کې ښکېل کړی و، چې باید له دې وروسته افغانان د نورو پر لمسون د ناخوالو د رامنځته کولو کوښښ ونهکړي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ګډونوالو د نظرونو له اورېدو او ستاینې وروسته ويلي: د متقابل زغم له لارې ستونزې ختمېدی او د بدبينۍ او نفاق روحیه له منځه تلی شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او تر ټولو ډېره توجه د مثبت ذهنیت جوړښت ته لازمه ده.
هغه وایي: د عصري او ديني علم په نامه د علم تر منځ فاصله ایجادول زمونږ د اکثرو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.
دغه راز یې زیاته کړې، چې د فکري اختلاف ستونزه به هم پر مشوره او وحدت حل شي؛ خو مهمه دا ده، چې موجود فرصتونه ضایع نهشي.
سراج الدین حقاني د عامه نظم د ټينګښت په اړه ډاډ څرګند کړ او وایي، چې له جوازه پرته څوک وسله ګرزولی نهشي او د پوليسو د تشکیلاتو له بشپړاوي وروسته به یې جوازونه او يونیفورم هم بشپړ شي.
-
سوداگري5 days ago
د نړیوالې ټولنې میلیاردونو دالرو مرستې د افغانیو په ارزښت ساتلو کې مرسته کړې – بلومبرګ
-
لوبی5 days ago
امول نومي هندي شرکت په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
TTP په افغانستان کې میشت ده او روزنیز کمپونه لري – د پاکستان لومړی وزیر
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان ګوښهکېدا د حل لاره نهده – قطر
-
لوبی3 days ago
نوین الحق د کرکت له پنځوس اوریزو لوبو ګوښه شو
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
-
تازه خبرونه3 days ago
په نیمروز ګمرک کې د دوه ټنو ایراني پلاستیکي بوجیو د قاچاق مخه ونیول شوه