تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۲۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ويلي؛ د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال د دغه وزارت په یوه فرعي جومات کې د چاودنې له کبله څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
حکومت په کابل کې د دې چاودنې د بڼې او لامل په اړه سمدستي له څه ویلو ډډه کړې؛ خو څرګندوي، چې د دغې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
نوموړي د تلفاتو د شمېر د تائید تر څنګ زیاته کړې؛ دې جومات ته د لمانځه لپاره پر عامو خلکو سربېره د کورنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکيو هم تګ راتګ کاوه.
د کابل ایمرجنسي روغتون تویت کړی، چې دوی ته له چاودنې وروسته ۲۰ ټپیان ور لېږدول شوي، چې دوه یې د درملنې پر مهال مړه شوي، ۱۶ بستر دي او دوه نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ودانۍ د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه پرته ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت استازولۍ د جمعې پر ورځ ویلي وه، چې د کابل د لویدیځ په کاج ښوونیز مرکز ۵۳ کسان ووژل، چې ډېرې یې نجونې وې.